د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د ټولنې سمه مطالعه ضروري ده


په نیو یارک ټایمز ورځپاڼه کې د لیکواله وینېسا ګېزاري لیکي، د ښو مالوماتو تر لاسه کولو له پاره باید ټولنه په سم ډول مطالعه کړل شي.

په نیو یارک ټایمز ورځپاڼه کې د لیکوالې وینېسا ګېزاري لیکنه خپره شوې ده. نوموړې لیکي، په ۲۰۰۸ز کال کې درې امریکايي وګړي له امریکايي پوځیانو سره یو ځای د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ګرځېدل.


په دوی کې یوه ښځه وه چې ټولنپوه وه او پاولا لایډ نومېده. هغې په ولسوالۍ کې له خلکو سره خبرې کولې. له امریکايي پوځیانو سره د داسې ولسي وګړو د موجودیت موخه دا وه چې د افغان ټولنې کلتور، سیاست او اقتصاد په اړه مالومات تر لاسه کړل شي.

پاولا لایډ د خپل ترجمان په ذریعه له یوه افغان سره خبرې کولې. له هغه سړي سره په لاس کې د سوخت موادو یوه لوټه وه. پاولا له هغه پوښتنه وکړه چې دا یې په څو اخیستې ده. دواړو له یو بل سره خبرې کولې. پر دې وخت ترجمان ولاړ. او همدا مهال وو چې هغه سړي پر پاولا له خپلې لوټې ګیس ور واچاوه او هغې ته اور واچاوه. پاولا ژوبله شوه او څو میاشتې وروسته مړه شوله. د پاولا امریکايي سرتېرو ملګرو هغه سړی هم وواژه او دا تر ننه مالومه نه شوه چې هغه سړي پر پاولا ولې حمله کړې وه؟

وینېسا ګېزاري لیکي، دې ډېرې هڅې وکړې چې د پاولا وژنې لامل مالوم کړي، او خلکو ورته ډېرې کیسې وکړې. د دې په خبره، دا پر یوې خبرې پوه شوه چې په افغانستان کې د ریښتیا مالومول اسانه کار نه دی. د دې له پاره باید نه یوازې د خلکو په خبره ځان پوه کړل شي بلکې دا یوې تصوراتي هڅې ته هم ضرورت لري. په افغانستان کې خلک په تشبیهاتو او استعارو او د ټوکو او نکلونو په ذریعه خبرې کوي.

په لیکنه کې راغلي، اکثره وخت امریکایان د دې کیسو په مانا نه پوهېږي او دا عبثې ګڼي. یو مثال یې د هغې ویډیو دی چې په کې له پاکستان سره پر پوله یو کلی ښودل شوی دی. امریکایي سرتېري سره د خپل یوه ترجمان هغه کلي ته تللي دي ځکه چې له هغه ځایه ورباندې طالبانو حمله کړې وه.

په دې کې یو سړی امریکایانو ته په پښتو ژبه وايي، ((طالبان ډېر لرې نه دي. نېږدې اوسي.))

دا سړی ترجمان ته وايي چې امریکایانو ته یوه کیسه کوي. دا سړی وايي، دوی ((پر خپله خاوره غنم کري او مېږي هم لري. دوی داسې هیڅ طریقه نه لري چې له مېږیو خپل غنم وساتي حالانکې مېږیان واړه دي.))

ترجمان امریکايي سرتېري ته وايي چې ((دا سړی ډېر مثالونه ورکوي. مهمه خبره دا ده چې طالبان د سړک او غره تر شا دي.))

لیکواله لیکي، ترجمان ناسمه ترجمه کوي، اصلاً هغه افغان خبره کوي چې وسله وال له نورو ولسي خلکو نه شي بېلېدای مانا دا چې وسله وال هر ځای دي، هغوی په پټیو کې د بوټو په منځ کې جنګېږي او په دې وخت کې مرمۍ د وسله والو پر ځای ولسي وګړي په نښه کولای شي.

د دې خبرو پر اساس وینېسا ګېزاري زیاتوي، د ښو مالوماتو تر لاسه کولو له پاره باید ټولنه په سم ډول مطالعه کړل شي.
XS
SM
MD
LG