د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې خبریالان تېښتول کېږي


د نيويارک ټايمز په رپورټ کې د شام په جګړه کې، چې دريم کال يې روان دی، تر دې مهاله د وژل شويو تنانو شمېر له يو لک سېوا ښودل شوی دی.

د نيويارک ټايمز په يوه رپورټ کې راغلي چې په جګړه ځپلي هېواد شام کې د بهرنيو خبريالانو د تښتونې پېښې زياتې شوې دي.


د رپورټ له مخې، په دغه هېواد کې فعاله سخت دريځه وسله والې ياغي ډلې او جنايي شبکې دي چې په دغه تښتونو کې لاس لري.

رپورټ زياتوي، دا سړي تښتونکې ډلې د نيول شويو خبريالانو راخلاصولو په بدل کې پيسې، وسلې او يا هم د دواړو شيانو غوښتنې کوي.

له دغو بهرنيو خبريالانو څخه د اروپايي هېوادونو هغه يې، چې د ورځپاڼې په خبره، معمولاً د شامي حکومت له اجازت پرته په دغه هېواد کې روانه جګړه رپورټ کوي، په نښه کيږي.

د نيويارک ټايمز په رپورټ کې د شام په جګړه کې، چې دريم کال يې روان دی، تر دې مهاله د وژل شويو تنانو شمېر له يو لک سېوا ښودل شوی دی.

د ورځپاڼې په رپورټ کې وړاندې راغلي، په شام کې د دغه هېواد خپل خبريالان او هغه شامي خلک چې له بهرنيو ادارو سره کار کوي، هم تښتول شوي دي.

ورځپاڼه د مطبوعاتي ادارو او بشري حقونو سازمانونو په حواله وايي چې په شام کې ورځ تر بلې زياتېدونکې اقتصادي بدحالۍ د خبريالانو د تښتول کېدو مساله راپورته کړې ده.

ورځپانې د بخښنې په نړيوال سازمان کې د مشرې پلټونکې ډوناټيلا روويرا خبره راخيستې چې وايي، په شام کې د بېلا بېلو وسله والو ډلو او مذهبي سخت دريځه ګروپونو موجوديت د خبريالانو د تري تم کېدو مسالې تر شا يو مهم فکتور دی.

يادې ورځپاڼې په نيو يارک کې د خبريالانو د حقونو له پاره د کارکوونکې ادارې (کميونيټي ټو پروټيکټ جرنلسټ) په حواله ليکلي چې د روان کال په اوږدو کې په شام کې ۱۴ تنه ځايي او بهرني خبريالان تري تم کړل شوي دي.

يوه فرانسوي خبريال جوناتن الپيري ورځپاڼې ته ويلي چې دی په شام کې د اسلامي سخت دريځو وسله والو لخوا د تېر اپريل مياشتې په ۲۹ نېټه وتښتول شو او د ۴۵۰۰۰۰ ډالره په بدل کې درې مياشتې وروسته راخلاص کړای شو.

ورځپاڼې د هيومن رايټس واچ په نوم د بشري حقونو له پاره د کارکوونکې ادارې د يوه مشر پيټر بوکارټ له قوله ويلي چې په شام کې بې ثباتي په زياتېدو ده او دا چې سړي تښتونه داسې يوه خطره ده چې د دغه هېواد عادي خلک ورسره هر وخت مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG