د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې طالبان ګرځي، اعلا وزیر وايي نه دی خبر


په پېښور کې وخت په وخت حملې هم کېږي چې طالبان یې پړه مني
په پېښور کې وخت په وخت حملې هم کېږي چې طالبان یې پړه مني

پراګ - د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د خالي پر ورځ په چارسده کې يوه خبري کنفرانس کې ويلي چې د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د امنيت راوستلو له پاره هيڅ نه دي کړي او دا چې دغه ګوند د ترهګرۍ ختمولو له پاره کومه واضح تګ لاره نه لري.


نوموړي تور پورې کړی دی چې طالب وسله وال د پېښور په لارو کوڅو کې په ازاده ګرځي او حکومت يې پر خلاف ګامونه نه پورته کوي.

د خيبر پښتونخوا اعلا وزير پروېز خټک د دې په ځواب کې ویلي چې دی په پېښور کې د طالب وسله والو د موجوديت په اړه هيڅ مالومات نه لري.

د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر میا افتخار حسین له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت ویلي، پخوا خو طالبان یوازې په بډه بېره کې ول خو اوس په پېښور کې ګرځي.

دی وايي، طالبان د پېښور په عام ځایونو کې ان په جوماتونو کې اوسي، تر لمونځ وروسته وینا ګانې هم کوي او له خلکو پیسې غواړي.

میا افتخار حسین زیاته کړه، طالبان خلکو ته وايي چې د جهاد له پاره دې ورته کسان ورکړي.

په پېښور کې د دفاعي چارو پوه او د پوځ پخوانی برېګېډییر محمود شاه وايي، په اسماعیل خان ډېرې کې چې پر زندان حمله وشوه نو ایا دا به ورته ګرانه وي چې د اعلا وزیر پر دفتر برید وکړي او هغه له ځانه سره بوځي؟

ده وویل، اعلا وزیر تر دې خپلو وزیرانو ته امر کړی دی چې د وژل شویو او ژوبلو له پاره به نه د پېښې ځای ته ځي او نه به روغتون ته ځي.

په دې اړه پوره رپورټ لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG