د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا یو پخوانۍ ډیپلومات شام ته ځي


د امريکا يو پخواني ډپلوماټ ريان کروکر ويلي، د شام د کشالې د حل په لړ کې به په کورنۍ جګړې کې ګېر دغه هېواد ته سفر وکړي.


د امريکا يو پخواني ډپلوماټ ريان کروکر ويلي، د شام د کشالې د حل په لړ کې به په کورنۍ جګړې کې ګېر دغه هېواد ته سفر وکړي.


د ډيفنس ون په نوم يوې امريکايي ويب پاڼې، چې د نوموړي مرکه يې خپره کړې، ليکلي چې ښاغلی کروکر په دې خبره پوه دی چې په شام کې روانه جګړه پای ته رسول که ناممکن نه وي نو يو ستونزمن کار ضرور دی.

ريان کروکر، چې د عراق او افغانستان په شمول د نړۍ په يو شمېر مهمو هېوادونو کې د امريکا سفير پاتې شوی، خبرداری ورکړی چې د شام په مساله کې امريکا بايد له ډېر احتياطه کار واخلي.

نوموړي زياته کړې، موږ د شام جګړه درولای نه شو. هغه څه چې موږ يې په دغه لړ کې کولای شو، دا دي چې د دغه شخړې د اغېزو عراق او لبنان ته د غځېدو مخه ونيسو.

نوموړي دغه راز د ترکيې او اردن خلک هم ياد کړي او ويلي دي چې د شام د کشالې په تناظر کې امريکا بايد له دوئ سره مرستې وکړي.

ښاغلي کروکر د شام په فضايي حدودو کې پر الوتنو د بنديز انتخاب هم ياد کړی، خو ويلي يې دي چې که دغه کار په بشپړه توګه عملي هم شي، د شام جګړه پای ته نه شي رسېدای.

د ډيفنس ون نومې ويب پاڼې په رپورټ کې راغلي، د امريکا دفاع وزير چک هيګل او د امريکايي ځواکونو مشر قومندان جنرال مارټن ډيمپسي د شام په مساله کې له ډېر وخت راهيسې د محتاطانه چلند خبره کوي.

ريان کروکر يادې ويب پاڼې ته ويلي، د بشار الاسد په مشرۍ د شام حکومت په تېرو کالونو کې خپل استخباراتي، امنيتي او پوځي صلاحيتونه د دې له پاره پياوړي کړي چې په هېواد کې د کوم پارېدونکي ياغيتوب مخه ونيسي.

د ښاغلي کروکر په اند، شامي حکومتي ادارې او امنيتي ځواکونه د خپلې بقا جنګ کوي او د نوموړي په خبره، زيات امکان دی چې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې بريا تر لاسه کړي.

د ريان کروکر په فکر، د شام د جګړې درې نتيجې مخې ته راتلای شي. يوه دا چې شامي اپوزيشن بر لاسی شي. دويم دا چې د اسد حکومت پر خپل ځای پاته شي او دريم دا چې د شام مساله همدغسې لاحله پر مخ لاړه شی.

نوموړي زياته کړې، د شام اوسني وضيعت يوه ډېره وېرونکې بڼه خپله کړې، او دا چې څوک هم نه پوهيږي د دغه کشالې د حل له پاره په عملي توګه څه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG