د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچي کې ۱۱ کسان وژل شوي دي



د کراچي ښار د بلوڅانو په ګڼ میشته سېمه لیاري کې تېره شپه درنه چاودنه شوې ده. پولیس چارواکي وایي چاودنه د سېمې د فټ بال په میدان کې د لوبې تر ختمیدو وروسته مخې ته راغلې ده.


د سېمې د پولیسو مشر طارق دهاریجو نن د چارشنبې په سهار مشال راډیو ته ویلي دي چې د فټ بال په دغه میدان کې د روژې د میاشتې په لړ کې د شورو شوي ټورنامنټ د آخري لوبې تر ختمیدو وروسته د سند صوبې د کچه ابادۍ وزیر جاوید ناګوري په لوبغاړو کې انعامونه تقسیم کړل او چې کله هغه د خپل ګاډي په لور روان شو نو درنه چاودنه وشوه.

د پاکستان پیپلز ګوند رهنما او صوبایي وزیر جاوید ناګوري له دغې پیښې ژوندی وتلی دی، نوموړي تر چاودنې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل

((زه چې څنګه خپل ګاډي ته راورسیدم نو زوره وره چاودنه وشوه، د دې چاودنې له امله ۱۱ کسان چې زیاتره پکې ماشومان شامل دي وژل شوي دي او له ۳۰ څخه زیات نور ژوبل دي چې پکې د زیاترو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.))

د پیښې زیاتره قربانیان ماشومان او یا هم ځوانان دي چې د لوبې د سېل او یا هم د لوبې کولو لپاره یاد میدان کې موجود و.

پولیس چارواکي وایي په چاودنه کې له ۵ نه تر ۶ کیلو ګرامه پورې چاودیدونکي توکي کارول شوي و.

دغه توکي په موټر سایکل کې ځای په ځای شوي و چې د ریموټ کنټرول په ذریعه چول شوي دي.

د سند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام میمن رسنیو ته ویلي دي چې د حملې هدف صوبايي وزیر جاوید ناګوري و چې د دغه ټورنامنټ په فاینل لوبه کې خصوصي میلمه و.

د هغه په خبره یاده پېښه په کراچي کې د وسله والو ډلو لخوا د ترسره کیدونکې ترهګرۍ کړۍ ده.

((دې وایي په ټول ملک کې د ترهګرۍ پیښې رواني دي، د پاکستان یوه برخه هم داسې نشته چې هلته دې ترهګري نه وي، لیاري هم د دې ملک او د دې ښار برخه ده او دا هم د ترهګرو له اغیز څخه بهر سېمه نه ده))

دا اول ځل نه دی چې د پیپلز ګوند پر رهنما جاوید ناګوري ورته برید شوی، له دې وړاندې د مې په میاشت کې د ټاکنو د کمپین په مهال هم پر نوموړي بمي حمله شوې وه چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.

ددغې حملې ذمه واري وسله والو طالبانو منلې وه.

د اوسنی برید پړه تراوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.
د لیارۍ د چاودنې څخه څو ساعته مخکې د کراچۍ ښار په بیلا بیلو برخو کې درې وړې چاودنې شوي دي.

پولیس چارواکي وایي دغه چاودنې د ښار په شتمنو او خوندي سېمو ګلشن اقبال، ډیفنس او کلفټن کې د شرابو د دوکانونو مخو ته رامنځته شوي دي.

پولیس زیاتوي چې د چاودنو پر مهال په درې واړو سيمو کې په نښه شوي دوکانونه بند وو نو ځکه يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
XS
SM
MD
LG