د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سفارتونه به څو ورځې نور هم بند وي

واشنګټن - امریکا وايي په منځني ختیځ او افریقا کې ددې هیواد ۱۹ سفارتخانې او کونسلګرۍ به د اګست تر ۱۰مې نیټې پورې تړلي وي.


واشنګتن وايي دا پریکړه ممکنه تره ګر بریدونو د اندیښنو له وجې یې کړي وه .

بل لورته بیا ټاکل شوې چې په کابل ،بغداد ،او الجزایر کې د امریکا تړل شوي سفارتخانې نن بیرته پرانستل شي.

امریکايي چارواکو په روانه اګست میاشت کې د القاعده د تره ګر بریدونو په اړه وویلې وو چې له ۲۰۰۱ م کال راپدیخوا دوي د ممکنه تره ګر بریدونو تر ټولو جدي ګواښونه په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

امریکا او د انټرپول پولیسو په نړیوالو سطحه د سفرونو له پاره هم د ګواوښونو خبردارۍ ورکړی دی.
دا تدابیر د هغې ورسته تړل شوې چې تیره میاشت په نهو هیوادونو کې ګڼ شمیر د القاعده شبکې غړي او وسله وال د جیلونو نه تښتیدلې.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG