د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې بارانونو او سېلاوونو ۲۲ کسان وژلي دي


کراچۍ - پاکستاني چارواکي وایي د کراچۍ ښار په ګډاپ ټاون ، صفورا ګوټ ، سعدي ټاون او شاوخوا سېمو کې کورنو او کوڅو ته د خالي په ورځ ننوتلې سېلاوي اوبه د پرون یعنې د اتوار له مازیګره مخ په کمېدو دي . د دې ترڅنګ له دغو علاقو څخه په سلګونو متاثرین د پوځ سرتېرو او د ژغورنې ادارو خوندي ځایونو ته رسولي دي .


د خالي په ورځ د پشکال بارانونو د کراچۍ ښار شمال ختیځه برخه سخته ځپلې ده چې له امله یې مرګ ژوبله هم شوې ده .

په کراچۍ کې د بارانو له امله د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه تراوسه چارواکو څه نه دي ویلي.
خو د ژغورنې د ادارو چارواکي وایي، په سېلاوي اوبو کې د ډوبېدو او د باران له کبله د بجلۍ د راغورځېدلو تارونو څخه د کرنټ لګېدو له کبله د خالي د ورځې راهیسې ۲۲ کسان وژل شوي دي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .

په پاکستان کې د قدرتي افتونو د نظم مرکزي ادارې ویلي دي د کراچۍ په ګډون یې د پاکستان په هره برخه کې د سېلاوي اوبو څخه د ژغورنې په بابله ټول اړین ګامونه پورته کړي دي .

د دې ادارې ویاند بریګیډيير کامران ضیا په دې تیره شپه ناوخته رسنیو ته وویل

((د پشکال د بارانونو د شورو کیدو څخه نزدې شپږ میاشتې مخکې مونږ لازم ګامونه پورته کول پیل کړي دی . ټولو ضلعو ته مو په دې بابله لازمي مرستي کړي دي . کوم ځایونه چې په تېر ځل بارانونو کې شلیدلي و، هغه مو زیات مظبوط کړي او هغه ځایونه چې مونږ فکر کاوه چې د زیاتو اوبو د راتلو له وجې به اوبه ابادیو ته ننوزي هلته مو د خلکو د ژغورنې لپاره کشتۍ ،د اوبو د ویستلو مشینان او نور څیزونه واردمخه رسولي دي))

خو د کراچۍ ښار د اغیزمنو سېمو خلک بیا وایي ددوي په علاقو لاهم باراني اوبه د ۳ نه تر ۴ فټه پورې ولاړي دي او بجلي هم د خالي د ورځې راهیسې ورکه ده . ددې نه علاوه په دغو علاقو کې د څښاک د اوبو کمی هم رامنځته شوی دی .

د پاکستان د سرکاري خبري ایجنسۍ ای پي پي ترمخه د کراچۍ په اغیزمنو سېمو کې پوځي سرتېري د خالي د شپې راهیسې په مرستدویه کارونو کې بوخت دي او تیره ورځ د ارمي سرتېرو ۶۵۰ کسان او د سمندري ځواک سرتېرو ۳۵۰ کسان د کشتیو په ذریعه د متاثره سېمو څخه راویستلي دي . ددې ترڅنګ د هوایي ځواکونو هیلي کاپټرې هم د فضا څخه د اغیزمنو سېمو څارنه کوي.

د کراچۍ ښار د ګډاپ ټاون ،صفورا ګوټ،ګلستان جوهر او خواوشا سېمو نه علاوه په پاتې نور ښار کې د ژغورنې کارونه سرته رسیدلي او له سرکونو او د زمکې لاندې د تیرو شویو لارو اوبه وچې کړی شوي او ژوند عادي حالت ته ستون شوی دی . خو د کراچۍ کچه ابادۍ چې زیاتره په کې پښتانه اوسېږي لا هم اوبه ولاړي دي چې د ویستلو کار یې دوام لري.

د کراچۍ ښار په مختلفو برخو کې بیګا شپه هم وقفې وفقې سره نری نری باران اوریدلی،خو نن اسمان شین دی.
XS
SM
MD
LG