د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې بارانونو اته کسان وژلي دي


کراچۍ - د پاکستان کراچۍ ښار په ګډون د سېند صوبې په یو شمېر نورو ښارونو کې د خالي له ورځې شورو شوو د پشکال بارانونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.


چارواکي وایي، د جمعې له ورځې راهیسې په پیل شویو بارانونو کې د څلورو ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

د کراچۍ په لویو سړکونو، د ځمکلاندې لارو او د ښار په کچه ابادیو کې باراني اوبه ولاړې دي چې له امله یې ښاریانو ته په تګ راتګ کې سخت مشکلات ور پېښ دي.

د باراني اوبو په ایستلو کې د ناکامۍ له امله د سېند صوبې اعلا وزیر سید قایم علي شاه د کراچۍ ایډمنسټریټر له خپلې څوکۍ لرې کړی دی.

د قدرتي افتونو د نظم ادارې چارواکي وایي، په کراچۍ کې بیړني حالات اعلان کړي او د پوځ ځانګړی دستې هم د ښاري ادارې له کارکوونو سره د اوبو د ایستلو او د ژغورنې په نورو کارونو کې مرستي کوي.

د یادې ادارې ویاند کامران ضیا د شنبې په شپه رسنیو ته وویل:

((اوس مهال موږ په کراچۍ بیړني حالات اعلان کړي دي. له دې علاوه په ټول ملک کې چې د موسم کوم صورتحال دی نو هغه زموږ ماهرین په ژور نظر څاري او زموږ کارکنان او د پوځ دستې د ژغورنې د کار له پاره چمتو دی. اوسني بارانونه له توقع زیات شوي دي چې له کبله یې په موقت ډول د کراچۍ په شان ښار کې د اوبو ډنډ کېدو له امله اېمرجنسي لګول شوې ده.))

هغه زیاته کړه، د سېند صوبې په ګډون د ټول پاکستان په هیڅ یوه برخه کې په راتلونکو دوه ورځو کې د موجودو ډیمونو او بیراجونو د سطحې لوړېدو او یا هم د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ د کالونو په څېر د لويو سېلاوونو امکان نه شته.

د کراچۍ کمېشنر شعیب احمد صدیقي تېره شپه ناوخته له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي دي د ښار په مختلفو برخو کې د بجلۍ جوړولو او د ډند شویو اوبو د ایستلو په کار یې لاس پورې کړی دی:

((موږ وار له مخه د اوبو د مخنیوي له پاره چمتو وو او د دې له پاره مو ګامونه اخیستي ول خو باران بیخي زیات وشو خو اوس موږ د ښار له یو شمېر برخو اوبه ایستلي دي او د دغه ځایې سړکونه اوس د ګاډو تګ راتګ له پاره چمتو دي))

د ښار د پښتون ګڼ مېشتو لانډي، پټان کالونۍ، بنارس، قصبه کالونۍ، کیماړي او یو شمېر نورو برخو استوګن وایي د دوی په سېمو کې ژوند په ټپه ولاړ دی او د خالي د ورځې له سهار راهیسې د دوی په سیمو کې بجلي نشته او لارې کوڅې د اوبو څخه ډکې دي. له دې علاوه دوی د ښار له یوې برخې څخه بلې ته هم سفر نشي کولی ځکه چې لوي سړکونه هم د اوبو څخه ډک دي.

د رسنیو په وینا د سېند صوبې په حیدراباد، سکر، شکارپور، ټټه، بدین او نورو ښارونو کې د تېزو بارانونو لړۍ دوام لري.
XS
SM
MD
LG