د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پینځه پولیسان وژل شوي دي


کراچۍ - د پاکستان په صنعتي ښار کراچۍ کې د جمعې او خالي (شنبې) په منځنۍ شپه نا مالومه وسله والو پینځه پولیسان وژلي دي.


په دغه ښار کې له اوږدې مودې راهيسې په روانه ناامنۍ کې که یوې خوا ته ولسي خلک په نښه کېږي نو بلې خوا قانون نافذوونکو ادارو سرتېري هم ددغې بدامنۍ قرباني کېږي.

د پاکستان له پاره د انساني حقونو د کمیشن د شمېر تر مخه د روان کال له پیل راهیسې د تشدد په پېښو کې څه د پاسه ۱۰۰ پولیس سرتېري په کراچۍ ښار کې وژل شوي دي. د دې ترڅنګ نیم پوځي دستو یا رېنجر ځواک په سرتېرو هم وخت په وخت ورته حملې کېږي چې په کې د دغه ځواک سرتېرو ته مرګ ژوبله اړوي.

د کراچۍ د پولیسو له ویاند ایس ایس پي عمران شوکت څخه مې د تشدد په روانه لړۍ کې په دومره لویه کچه دقانون نافذوونکو ادارو د مرګ ژوبلې په اړه وپوښتل، دهغه ځواب وو:

((پولیس څرګند ځواک دی ، دوی وردي[دریشي] اغوندي او دوی مالوم دفترونه لري، بلې خوا ترهګر ناڅرګنده بڼه لري، دوی په عام لباس کې وي او د دوی مالوم کور او یا ځای هم نه وي، د هغوی د تګ راتګ څه ټاکلی وخت هم مالوم نه وي.همدا وجه ده چې پولیس سرتېري په نښه کېږي.))

په کراچۍ کې د قانون نافذوونکو ادارو په ګشتي ګاړو د حملو ترڅنګ د دغه ځواکونو په مرکزي دفترونو او د ځینو افسرانو په کورونوهم وخت په وخت ځانمرګی او یا هم بمي حملې شوي دي .

څه موده مخکې د ښار د کورنګۍ په سېمه کې د رېنجر ځواک په مرکزي دفتر او ددې نه مخکې په ناظم اباد کې د همدغه ځواک په یو بل دفتر ځانمرګو حملو مرګ ژوبله اړولې وه .

همدا راز دسي ایي ډي پولیسو په دفتر موټر بم حمله شوې ده . ددغه ځواک د ایس ایس بي چودري اسلم په کور هم ځانمرګې حملې د مرګ ژوبلې سبب ګرځیدلی وه .

د کراچۍ د پولیسو ویاند عمران شوکت وایي که یوې خوا ته ترهګر د قانون نافذوونکو ادارو په سرتېرو حملې کوي نو بلې خوا د همدغو ادارو کسانو په تېرو اووه میاشتو کې د ۲۰۰ څخه زیات وسله وال نیولي دي:

((که څه هم په کراچۍ کې ترهګري په مکمله توګه ختمه شوې نه ده او ددې لړۍ روانه ده ،خو د پولیسو مورال هم لوړ دی،په هر ځای کې پولیس په دوی پسې ورپسې دي، په ګڼ شمېر کې ترهګر مو نیولي او په غټ شمېر کې وسلې مو هم ددوی سره نیولی دی. زه باوري یم چې حالات به ښه شي.))

یاده دې وي روان کال د کراچۍ د ښاریانو ترڅنګ د امنیتي ځواکونو له پاره هم د نورو کالونو پرتله خوني ثابت شوی دی. د پولیسو د شمېرې له مخې په ۲۰۱۰ کال کې ټولټال ۲۴ پولیس،په ۲۰۱۱ کال کې ۸۷ پولیس والا،په ۲۰۱۲ کال کې ۱۴۳ پولیس سرتېري او د روان کال په یوازې لمړنیو ۷ میاشتو کې د انساني حقونو د کمیشن د شمېرې له مخې ۱۱۰ څخه زیات پولیس سرتېري د نامالومه وسله والو د ډزو ښکار شوي دي .
XS
SM
MD
LG