د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او امریکا اړیکې بحراني شوي


فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې بیره او نفرت تر سرلیک لاندي یو مضمون خپور کړی او په سر کې یې لیکي:د افغانستان او متحده ایالاتو اړیکې په ریښتیا هم خړ پړ او بحرانې نقطي ته نږدي شوي دي.

ولسمشرحامد کرزی په هغه ډول چې په دوحه کې طالبانوته دفتر پرانستل شو په غوسه دې وایي، تر هغې چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي ، دې به له متحده ایالاتو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون پر سر خبرې بیرته پیل نه کړي.

د خپرونې په باور، کرزی په دي فکر دی: څومره چې امریکا ده ته اړتیا لری، هومره یي دی هغوي ته نلري.

فارین پالیسي خپرونه زیاتوي، ولسمشر بارک اوباما هم خپل ګزار کړی او له افغانستان څخه د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو یا صفر انتخاب مسله یې مطرح کړی ده. په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د کمیدو له امله زیات شمير افغانان همدا اوس اندیښمن دي چې که نړیواله ټولنه یې په میدان پریږدې، د ګاونډیانود سیالیو ښکار به شي.

فارین پالیسي په افغانستان کېد جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په مخکې پرتو ستونزو ته اشاره کړي او لیکي: په دي وروستیو کيې د انتخاباتو د قوانینو تصویب او توشیح کیدل ښه کار و، خو دا اندیښنې یې له منځه نه دې وړې چې ولسمشر کرزی ممکن انتخابات وځنډوي او یا یې انحصار کړې ، تر څو دی پخپله او یا د کورنۍ کوم غړی یې د ۲۰۱۴ م کال اپریل میاشتي وروسته په واک کې پاته شي.

فارین پالیسي خپرونه لیکي: په دې کې هېڅ شک نشته چې په راتلونکو انتخاباتو کې به درغلۍ کیږي، خو که چیري حکومت دقت وکړي او د اساسي قانون له احکامو سره سم د انتخاباتو یو خپلواکه او اغیزناکه عملیه په کار واچوي، د نتیجو مشروعیت به یې بیا هم ومنل شي او د قدرت ډموکراټیک انتقال به د کرزي محبوبیت زیات کړي.

خپرونه لیکي: که چیري انتخابات په قصدي ډول بي لارې شي، شخړې به رامنځ ته کړې، د پخلاینې عملیه به ګډه وډه کړي، نړیوال مرستندویان به هم افغانستان ته مرستې بندې کړي او له دي هیواد سره د لویدیځو هیوادونو د مرستو دوام ته به زیان ورسیږي.

انګلستان چاپ، انډیپنډنټ ورځپاڼې، په ننګرهار ولایت کي د پولیسو پر یوې پوستي باندي د ناتو د هوایي بمبارۍ مسله یاده کړې او په یوې برخې کې یې راغلي:

دا پېښه په داسیې حال کې شوې چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وروسته په دي هیواد کې د امریکایي عسکرو د شمير په اړه خبرې کوي.

ورځپاڼه لیکي: د لویدیځو هیوادونو د ځواکونو په هوایي بمباریو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د ولسمشر کرزي او نړیوالو متحدانو تر منځ د لانجې او شخړې اصلې مسله ده او کرزي په تیرو وختونو کې د هوایي ځواک د ملاتړ غوښتنه بنده کړې وه.
XS
SM
MD
LG