د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت دې د پوليسو ملا وتړي


د خېبر پښتونخوا حکومت پر ډېره اسماعيل خان جېل د طالب وسله والو تر بريد وروسته د دغه جېل پوليس کارکونکې په عارضي توګه له دندو ګوښه کړي دي. د حکومت په خبره دوی پوليس ته هر ډول مراعات ورکړي دي خو دوی له نااهلۍ څخه کار اخستی دی.


د پښتونخوا د پوليسو پخوانی مشر ملک نويد وايي، په کار ده چې پلټنې شوي وای او وروسته حکومت پرېکړه کړې وای چې حقايق څه دي؟

((که چيري پوليس داسي خلک لګولي وي چې تربيت يافته نه وي نو بيا خو د پوليس مشرتابه نه پوښتنه کول په کار ده. او که تربيت يافته خلک وي نو بيا دا کتل په کار ده چې د تربيت معيار څنګه و؟ بله خبره دا ده چې آيا د هغوی تعداد دومره و چې د دومري لويې حملې مخه نيولای شي؟ نو دا داسي ډيرې خبرې دي چې عوام ته نه وي مالومه. د هغوی دا خيال وي چې که د شل يا دېرش کسانو نفري ده نو ټول به ۲۴ ګنټې په ډيوټي موجود وي، داسي نه ده بلکې پوليس څو څو ګنټې پس بدليږي او دا عملاً کېدای نشي چې ټوله نفري دي په يو وخت کې موجود وي. نو داسي ډېر شيان دي چې د هغه تحقيقات په کار دي او بيا فيصله کول.))

بلخوا د صوبې پوليس وايي چې دوی هر ډول قرباني ته چمتو دي او خپله دنده يې په هر حال کې په سمه توګه پر مخ بېولې ده. په پېښور کې د پوليس يو ډي اېس پي بنارس خان مشال راډيو ته ويلي چې دوی به د امن قايمولو لپاره خپل ټول وس په کار راولي.

((موږ خپل کوشش کوو او زموږ حوصلې لوړي دي. چې څومره موږ کولای شو، انشاالله موږ به په خپل ملک کې د امن قايمولو لپاره هر قسم کوشش کوو او هر قسم قرباني به ورکوو.))

په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د عام ولس تر څنګ په سلګونه پوليس واله هم وژل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د اوسني حکومت له راتګ سره سم دوی له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه او وې ويل چې له طالبانو سره به جګړه نه کوي.

دا چې د پښتونخوا د نوي حکومت د پاليسۍ له وجې د دې صوبې د پوليسو پر مورال څه اغېز پرېوتی دی؟ په پېښور کې مشر خبريال شميم شاهد وايي، د نوي حکومت وزيران نه خو پر پوليسو پوښتنه کوي او نه هم د دوی په جنازو کې ګډون کوي.

((پر پوليس والا باندي زيات بريدونه وشو او زيات شهيدان شو. نه خو د دوی کورونو ته څوک ولاړل او نه هم د دوی په جنازو کې چا شرکت وکړی. بلکې زه دا وايم چې په پوليس لاين کې جنازه وي او د هغې نه په څو قدمه باندي په سېکريټرېټ کې ۲۵ وزيران ناست وي خو هغه وزيران د دوی جنازو ته نه راځي. که دا حالت داسي روان وي نو پوليس به يو ورځ د ډيوټي کولو نه انکار کوي او دلته به حالات نور هم خرابيږي.))

دا چې په صوبه کې د امن راوستو او د پوليس د مورال لوړو لپاره څه کول په کار دي؟

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو پخوانی وزير ميا افتخار حسېن وايي، د صوبې پوليس د هيواد د ښو پوليسو څخه دي خو حکومت ته په کار ده چې د ترهګرۍ په ضد تګلاره واضح کړي.

((موجوده حکومت ته په کار ده چې پخپله هم ځان واضحه کړي او د پوليس ملا هم مضبوطه کړي. زموږ د خېبر پښتونخوا پوليس د ټول پاکستان تر پوليس مضبوط هم دي او د دهشتګردو مقابله هم کولای شي.))

د پاکستان تحريک انصاف ګوند په مشرۍ کې د خېبر پښتونخوا نوي حکومت له اوله سره ويلي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره به له وسله والو سره خبرې اترې کوي او له همدې کبله يې د وسله والو طالبانو په ضد څه ډول ګامونه نه دي پورته کړي.

بلخوا وسله والو طالبانو د پخوا په شان خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی. پخوا به د صوبې واکمن ګوند د طالبانو د بريدونو غندنه نه کول خو د تحريک انصاف ګوند سره اړه لرونکی يو صوبايي وزير شاه فرمان وايي چې دوی د طالبانو په ګډون د هر هغه چا غندنه کوي چې بې ګناه ولس وژني.

((د يوې واقعې ذکر او پر يوې واقعې باندي تبصره کول د ټول نکته نظر نمايندګي نه شي کولای. د دې لپاره چې زموږ کوم موقف دی نو موږ وايو، کوم ځای کې چې بې ګناه خلک مري موږ د هغوی غندنه کوو. څوک چې يې هم وژني، موږ د هغوی غندنه کوو. که هغه د امريکې فوج يې وژني، که د پاکستان فوج يې وژني او يا طالبان يې وژني، موږ د هغې غندنه کوو))

د ترهګرۍ په اړه د يو کوټلې او واضحه تګلارې په اړه د خېبرپښتونخوا حکومت وايي چې مرکزي حکومت ته په کار ده چې په قامي کچ په دې اړه يو پاليسي جوړي کړي.
XS
SM
MD
LG