د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او پاکستان سټراټیجیک مذاکرات پیلوي



دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې، د پاکستان د وزیر اعظم میا نواز شریف سره دلیدونه پس په خبري غونډه کې وویل: اسلام اباد او واشنګټن د سټراټیجیکو خبرو اترو په پیلولو اتفاق کړی دی. جان کیري د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له صلاح کار سرتاج عزیز سره په ګډه په خبري غونډه کې خبرې کولې.

جان کیري وویل، امریکا له پاکستان سره اوږ مهاله اړیکې غواړي، ده د ډرون بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل : دامریکا ولسمشر بارک اوباما په خپله وینا کې په دې اړه د خپل هیواد دریځ روښانه کړی دی. ده وویل د القاعده مشر ایمن الظواهري هم د پاکستان د خپلواکۍ خلاف ورزي کوي، همدارنګه په پاکستان کې بریدونه او په جوماتونو کې چاودنې هم د پاکستان خپلواکي ننګوي.

په دې موقع سرتاج عزیز وویل، د امریکې سره د ډرون بریدونو د ودرولو پر سر خبرې روانې دي او امید دی چې په دې لړ کې به زر کوم پرمخ تګ وشي.

جان کیري د امریکې د ولسمشر بارک اوباما له خوا د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف ته د واشنګټن د سفر بلنه هم ورکړه.

XS
SM
MD
LG