د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا:طالبان څنګه د بندیانو په تېښته بریالي شول


رحیم الله یوسفزی وايي، دا نه یوازې حېرانوونکې خبره ده بلکې دا د خیبر پښتونخوا د حکومت ، پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو ټولو یوه لویه ناکامي ده.

پراګ : د تېرې دوشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان د ښار په منځ کې پر مرکزي جېل برید وکړ او لږترلږه ۲۵۳ بندیان یې خوشي کړل. د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت او د پاکستان استخباراتي ادارې د دې برید په مخنیوي کې د پاتې راتلو تور یو پر بل اچوي.


د ډېره اسماعیل خان پر زندان تر شوي ډله ییزه وسله وال برید وروسته د دې پوښتنې اهمیت دومره نه دی پاتې شوی چې وسله وال طالبان څه ډول د ښار په مینځ کې پر زندان په برید کولو او د ۲۵۳ بندیانو په خوشي کولو کې بریالي شوو.

بلکې اوس تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې شاوخوا سل بریدکوونکي وسله وال طالبان او له هغوی سره ۲۵۳ خوشي کړل شوي بندیان څه ډول په خوندي توګه له ډېره اسماعیل خانه ووتل؟

د امنیتي چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی وايي چې دا نه یوازې حېرانوونکې خبره ده بلکې دا د خیبر پښتونخوا د حکومت ، پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو ټولو یوه لویه ناکامي ده.

ً بریدکوونکي راغلو او تر څلورو ساعتونو هلته موجود وو . په دومره وخت کې خو ټولې ادارې خبرېدای او بېدارېدای شوای خو هغوی داسې ونه کړل او بریدکوونکو زندان مات کړ او په خوندي توګه سره له بندیانو بیرته ولاړلً.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک د سېشنبې په ورځ د ډېره اسماعیل خان پر جېل د وسله والو طالبانو دا ډله ییز برید او د دومره زیاتو بندیانو د خوشي کوول د استخباراتو او د صوبې د کورنیو چارو د څانګې ناکامي بللې ده.

خو رحیم الله یوسفزی وايي چې تر دې برید دوې ورځې وړاندې دوو ادارو د ډېره اسماعیل خان پر دې مرکزي زندان د برید کېدو په اړه استخباراتي مالومات ورکړي وو.

ً یوه هفته وړاندې په داخله چارو کې یوه څانګه ده چې [نشنل کرایسیس منېجمنټ سیل] نومېږي، هغې هم اطلاع ورکړې وه او دوې ورځې وړاندې بیا آی ایس آی هم خبر ورکړی وو چې د ډېره اسماعیل خان پر زندان برید کېدای شي. او په دې اړه یوه غونډه هم شوې وه او د زندان د امنیت لپاره یو پلان هم جوړ شوی ووً.

د بنو او ډېره اسماعیل خان پر جېلونو له دومره لویو بریدونو وروسته اوس د پېښور د زندان د امنیت په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.

د القاعده شبکې د پخواني مشر اوسامه بن لادن په میندلو کې د امریکا له استخباراتي ادارې سي آی اې سره په مرسته تورن ډاکټر شکیل اپرېدی هم د پېښور په زندان کې ساتل شوی دی.

د هغه تر څنګ د پاکستانیو طالبانو ځینې مهم مشران او په لوی شمېر غړي هم په دې زندان کې بندي او تر پوښتو ګروېږنو لاندې دي.

د امنیتي چارو د کارپوه رحیم الله یوسفزي په وینا ، د پېښور جېل او هلته د بندي ډاکتر شکیل اپرېدي ژوند له خطر سره مخامخ دی.

ً طالبان چې دومره لوی بریدونه کولای شي نو هغوی هر څه کولای شي. ډاکتر شکیل اپرېدی د پېښور په زندان کې دی او هلته د تحریک طالبان غړي هم شته. پر ډاګټر شکېل اپرېدي د زندان له دننه او بهر دواړو خواوو د برید خطر موجود دیً.

د پاکستان د دفاعي او امنیتي چارو کارپوه ډاکټر عایشه صدیقه هم وايي چې د پېښور په ګډون هغو ټولو زندانونو ته د وسله والو طالبانو د برید خطر ورپېښ دی چېري چې د تحریک طالبان پاکستان غړي بندیان دي.
XS
SM
MD
LG