د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري پاکستان ته ځي


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري
د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري

امريکا په افغانستان کې لوېديځ پلوه او مناسب جمهوري حکومت غواړي خو داسې برېښي پاکستان بيا غواړي چې طالبان واک ترلاسه کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري به نن پر چارشنبه د پاکستان په رسمي سفر اسلام آباد ته رسیږي.


په پاکستان کې د تېرې می میاشتې د انتخاباتو په نتیجه کې له جوړ شوي حکومت وروسته دې هېواد ته دا د هغه لومړی سفر دی.

په پام کې ده چې کېري به له وزیراعظم نوازشریف او نورو اعلا حکومتي او پوځي چارواکو سره لیدل کتل وکړي.

ویل کیږي چې جان کېری به له پاکستانيو چارو واکو سره ملاقاتونو کې ددواړ هېوادونو په تعلقاتو او دافغانستان د صورتحال په شالید (تناظر) کې پر سیمه ایزه همکارۍ خبرې اترې وکړي. له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان او امریکا ترمنځه تعلقات تل د کړکیچ ښکار وي.

واشنګټن هېله من دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر چې دا مهال له ځنډ سره مخامخ دی، د بیا شورو کولو په لړ کې یې اسلام اباد کردار ترسره کولې شي.

جان کېري د روانې میاشتې په دویمه نیټه د اسلام اباد بلنه منلې وه او ټاکل شوې وه چې د جولای په ۲۹ مه پاکستان ته لاړشي خو دغه سفر تر نن ورځې وځنډیدی.

د جان کېري سفر ته کتنه

د امريکا کمنټري نومي مجلې د ميکس بوټ ليکني ته د پاکستان او امريکا د اړيکو بيا بحالولو عنوان ورکړی دی.

ليکوال وال سټريټ جرنل ته د يوه امريکا يې چارواکي د خبري حواله ورکوي چې د جان کيري سفر به دواړو ملکونو ته يوه موقع په لاس ورکړي چې اړيکو ته بيرته کتنه وکړي.

ليکوال زياتوي دواړه هيوادونه ډير لږ مشترکه شيان لري او په ډيرو کمو برخو کې د دوی له يو بل سره ګټي يو ځای کيږي.

دده په خبره په دې کې تر ټوله لويه خبره د امريکا او پاکستان دا خواهش دی چې پاکستاني طالبان د واک د نيولو مخه ونيسي خو د ده په خبره داسې هېڅ اشاره نه ملاوېږي چې ګواکې پاکستان به د افغان طالبانو، حقاني شبکې او نورو شدت پسنده ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

دده په وينا د پاکستان پوځ او آی اېس آی دوی ته په کشمير، افغانستان او نورو ځايونو کې د خپلو باوري وسله والو ډلو په سترګه ګوري.

ليکوال د امريکا د ګډو ځواکونو د پخواني مشر ايډمرل مائک مولن و سينټ ته د کړې وينا حواله ورکوي. نوموړي ويلي ول چې د پاکستان حکومت په تېره بيا د آی اېس آی له لوري له پر تشدد انتهاپسندي د پاليسې د آلې په توګه استعمالول نه يوازې د پا کستان او امريکا ترمينځ سټراتیژیکي ملګرتيا له خطر سره مخامخوي بلکې خپله ديوه باعزته هيواد په توګه د پاکستان جائزه سیمه ایز نفوذ ته هم تاوان رسوي.

مائک مولن ويلي ول چې د پاکستان لخوا تشدد نورو ملکونو ته په صادرولو(برآمدودولو) سره دغه هيواد خپل داخلي امن او دا شان يې په سيمه کې خپل حيثيت هم خراب کړی دی.

ليکوال مېکس بوټ وايي، ايډمرل مائک مولن هغه وخت سمه خبره کړې وه او نن هم هېڅ بدلون نه دی راغلی.

ليکوال زياتوي له دوه زره دویم کاله بيا تر دوولسمه پاکستان له امريکا شپږويشت اربه ډالر ترلاسه کړي دي خو په ځواب کې يې امريکا ته د نيټو د سپلايي او د القاعده په نښه کولو لپاره د ډرون بريدونو د اجازې پرته نور څه خاص رعايت نه دی ورکړی.

خو د ميکس بوټ په خبره په بنيادي توګه دواړه ملکونه د افغانستان په شان په لويو مسئلو اوس هم له يو بل څخه ډېر لري دي. امريکا په افغانستان کې لوېديځ پلوه او مناسب جمهوري حکومت غواړي خو داسې برېښي پاکستان بيا غواړي چې طالبان واک ترلاسه کړي.

ميکس بوټ خپله مقاله په دې خبره ختموي چې د جان کېري د سفر په حواله که د نړۍ ميډيا هر څومره لوی خبرونه او شه سرخياني ولګوي چې ګواکې اړيکي ښه شوي دي خو د ده په وينا د نوموړي سفر به هيڅ ډول بدلون را نه ولي.
XS
SM
MD
LG