د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهه ګرۍ ستونځه هوارول یو پیچلې کار دی


پښتونخوا: د ډېره اسماعیل خان مرکزي زندان له برید وروسته
پښتونخوا: د ډېره اسماعیل خان مرکزي زندان له برید وروسته

پروفیسر انور سید لیکي ـــــــ د هغه په اند ـــــ طالبانو سره د خبرو اترو ــــ خبره په کولو کې اسانه ده ــــ خو عملي کول يي دومره اسان نه دي.

په ډیلي ټایمز کې پروفیسر انور سید لیکي ــــــ د ترهه ګرۍ ستونځه هوارول یو پیچلې کار دی ــــــ او که چرې زمونږ رویه د ترهه ګرۍ ښکار خلکو ته دوستانه ، نه وي نو تش د تره ګرۍ غندنه څه معنا نه لري.


د پاکستان اقتصادي وضع خرابه ده ـــ او ترکومه چې امنیت او د حکومت واک پرځای شوی نه وی ـــ اقتصاد ښه کیدای نه شي. داسې یو ورځ نه تېرېږي چې په کراچۍ غوندې ښار کې د لسو خواؤشا کسان ونه وژل شي ــــــــ او سرمایه کار په هغه ځای کې چرې هم کاروبار ته غاړه نه ږدي چرته چې يي ژوند او مال له خطر سره مخامخ وي.

پروفیسر انور سید وړاندې لیکي ــــــــ په پاکستان کې ځینې سیاسي کارپوهان وايي ــــــ چې په زور خبره نه هوارېږي او باید د ترهه ګرۍ ستونځه د خبرو اترو له لارې هواره شي. په دې خبره دا بحث نه وړاندې باید پوښتنه وشي ــــــ چې په هیواد کې لوی تره ګر ډلې کومې هغه دي؟

وړومبې خو طالبان دي چې اوس ورسره ـــــ نورې ترهګرې ډلې ـــــ لکه لشکر جنګوي، سپاه صحابه، او نور ورشره ملګري شوي دي. طالبان وړومبې په افغانستان کې فعال وو خو اوس پاکستان ته هم غځېدلي دي. ددوی لوی مرام دا وو چې له افغانستانه امریکايي ځواکونه په وتو مجبوره کړي ـــــ په دې وروستیو کې امریکا په دې رضا شوې چې له افغانستانه د وتو په موضوع ــــ له طالبانو سره خبرو ته کیني ــــــــ دا خبره په پاکستان کې هم کارپوهان راوچتوي چې امریکا له طالبانو سره خبرې کوي تو پاکستان دې هم داسې وکړي ـــ

پروفیسر انور سید لیکي ـــــــ د هغه په اند ـــــ طالبانو سره د خبرو اترو ــــ خبره په کولو کې اسانه ده ــــ خو عملي کول يي دومره اسان نه دي.

خبرې هغه وخت کیږي چې کله دواړه خوا دا ومني ــــــــ چې دوی د ځینو شرطونو لاندې له یو بل سره اوسیدو ته چمتو دي. خو د طالبانو په اړه دا خبره نه شي کیدائ ـــ طالبان غواړي چې د پاکستان ریاست رانسکور کړي او په ولس د خپلې خوښې اسلام په زور ومني .

پروفیسر انور سید په پای کې لیکي ـــــ د ترهګرۍ پر موضوع غونډې او کانفرنسونه خو ډیر وشو ـــــــ دا اوس د وزیراعظم نوازشریف ذمه واري ده چې د ترهګرۍ ځپلو لپاره د هغه د حکومت پلان څه دی؟
XS
SM
MD
LG