د لاسرسي ځای

تازه خبر

ممنون حسېن د پاکستان نوی ولسمشر شو


ممنون حسېن به د اوسنې ولسمشر اصف علي زرداري ځای نيسي. زرداري له تېر څه کم پنځو کالو راهیسې پر دې چوکۍ ناست دی

په پاکستان کې په صدارتي انتخاباتو کې د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز ډلې اميدوار ممنون حسین په درانه اکثريت سره کاميابي تر لاسه کړه او دا ډول به نوموړی د هيواد دوولسم ولسمشر وي.


د ده په مقابله کې د تحریک انصاف ګوند اميدوار جسټس ريټايرډ وجیح الدین له ماتې سره مخامخ شو.

په پاکستان کې نن د هيواد د دوولسم صدر لپاره په داسې حال کې انتخابات تر سره شول چې مخکینيو واکمنو ګوندونو پیپلز پارټۍ، عوامي نېشنل پارټۍ او یو شمېر نورو د سپریم کورټ د هغه فیصلې خلاف بایکاټ کړی و چې ټاکنې یې تر خپلې ټاکلې نېټې مخکې اعلان کړې.

نن د سېشنبې سهار ۷ بجې په پارلمان او صوبایې اسمبلیانو کې ووټونه اچول پیل شول چې د ماسپښین پر ۳ بجې پای ته ورسېدل.

ممنون حسېن به د اوسنې ولسمشر اصف علي زرداري ځای نيسي. زرداري له تېر څه کم پنځو کالو راهیسې پر دې چوکۍ ناست دی او د سپټمبر پر اتمه نېټه يې د کار موده پای ته رسيږي.

پاکستان کې د قامي، سېنېټ او صوبايي اسمبلو د غړو شمېر

قامي اسمبلۍ: د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د ټولو غړو شمېر 342 دی.

سېنېټ: د پاکستان سېنېټ کې د ټولو صوبو د استازیو شمېر 104 جوړېږي.

پنجاب اسمبلۍ: د پاکستان په تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې د اسمبلۍ غړو شمېر 371 دی.

سیند اسمبلۍ : په سیند صوبه کې د اسمبلۍ غړو شمېره 168 ده.

خیبر پښتونخوا: په دغه صوبه کې تولتال 124 غړي دي.

بلوچستان: په دغه صوبه کې د اسمبلۍ د غړو شمېر 65 دی.

دا چې په بلوچستان کې د اسمبلۍ غړو شمېر تر ټولو لږ یانې 65 جوړېږي. نو د دغه صوبې د پارلماني غړو د شمېرې له حسابه د نورو صوبو له اسمبلۍ غړو سره تقسمېږي. لکه د پنجاب 371 غړي چې د بلوچستان پر 65 غړو تقسیم شي، نو له دې حسابه د پنجاب اسمبلۍ 5.98 پارلماني غړي د بلوچستان د یوه پارلماني غړي برابر راځي. همداسې د سیند 2.71 د خیبر پښتونخوا 2.0 یې د بلوچستان د یوه ووټ برابر ګڼل کېږي.

خو په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې به یو غړی یو ووټ شمارل کېږي.
XS
SM
MD
LG