د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د پولیس حوصلې ټیټې کړي دي ً


د ډېره اسماعیل خان مرکزي زندان له برید وروسته
د ډېره اسماعیل خان مرکزي زندان له برید وروسته

د اطلاعاتو پخوانی وزیر میا افتخار حسېن وايي، د خیبر پښتونخوا پولیس ډېر قوي دي خو اوسنی حکومت د ترهګرو غندنه نه کوي، دې د پولیسو حوصله ټیټه کړېده.

پراګ : دا لومړی ځل نه دی چې د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان پر مرکزي جېل وسله والو طالبانو ډله ییز برید کړی او په لوی شمېر بندیان یې خوشي کړي دي بلکې تر دې وړاندې هم د بنو پر زندان داسې برید شوی وو.


اوس پوښتنه دا ده چې ایا د خیبر پښتونخوا جېلونه د دې جوګه دي چې د لوړې کچې بندیان په کې وساتل شي او که نه؟ ایا د جېلونو د امنیت ساتلو لپاره یوازې پولیس کافي دي او که نه ؟ او ایا د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت ته د صوبې د زندانانو او په خاصه توګه د پېښور جېل خوندي کولو لپاره څه کول په کار دي؟

د ډېره اسماعیل خان پر مرکزي زندان د وسله والو طالبانو یرغل او د ۲۵۳ بندیانو تښتولو دا په ډاګه کړه چې د ۲۰۱۲م کال د اپرېل پر پنځلسمه نېټه د بنو پر زندان د وسله والو طالبانو برید د خپلو بندي ملګرو د خوشي کولو وروستۍ هڅه نه وه بلکې هغوی به داسې کوششونو ته دوام ورکړي.

د خیبر پښتونخوا د جېلونو مرستیال مشر خالد عباس مشال راډیو ته وویل چې یا خو دي حکومت زندانونو ته جدي پاملرنه وکړي او یا دي د هغه په وینا ، دوی ته ووایي چې په اسانه یې وسله والو ته پرېږدي.

خالد عباس وویل چې د خیبر پښتونخوا صوبې جېلونه دومره خوندي نه دي چې د لوړې کچې بندیان دي په کې وساتل شي.

( دا زموږ جېلونه چې دي دا د عامو بندیانو لپاره دي دا د لوړې کچې بندیانو لپاره بلکل نه دي. هغه ځکه چې په دې جېلونو کې نه دومره ګنجایش شته ، نه یې دومره امنیت ساتل کېږي او نه هم هلته کار کوونکي دومره روزل شوي دي).

د بنو پر زندان چې کله برید شوی وو نو په هغه وخت کې په صوبه کې د عوامي نشنل ګوند حکومت وو.

د هغه وخت د اطلاعاتو صوبايي وزیر میا افتخار حسېن مشال راډیو ته وویل د بنو پر زندان شوی برید لومړۍ او دېره منظمه پېښه وه او اوسني حکومت ته په کار وه چې له هغې پېښې یې زدکړه کړې وای.

د میا افتخار حسېن په وینا ، حکومت ته په کار ده چې د زندانونو خوندي کولو ته پاملرنه وکړي.

( یو خو دي دا بندیان ټول په یوه جېل کې نه ساتي. دا په مختلفو ځایونو کې وېشل غواړي چې د دوی قوت تقسیم وي. چې ایف سي ، پولیس او پوځ د دې د امنیت بندوبست وکړي نو د کوهاټ جېل د دې وړ دی چې دا خلک په کې وساتل شي. هم داسې د هريپور جېل هم شته او د پېښور جېل هم شته خو حکومت ته په کار ده چې پاملرنه ورته وکړي).

د خیبر پښتونخوا د جېلونو مرستیال مشر خالد عباس وايي ، ده د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان مرکزي حکومت دواړو ته په دې اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

( ما د صوبې اوسني وزیراعلی ته د دې یادونه کړېده او هم مي د صوبې پخواني حکومت ته ویلي وو. هم مي مرکزي حکومت ته ویلي دي چې د داسې بندیانو لپاره یو داسې زندان جوړ کړی چې یو خاص امنیت یې ساتل کېږي).

خالد عباس زیاته کړه چې پولیس د دې جوګه نه دي چې د بنو او ډېره اسماعیل خان پر جېلونو د شوو بریدونو غوندې پېښو مخه ونیسي.

خو د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو پخوانی وزیر میا افتخار حسېن بیا وايي چې د خیبر پښتونخوا پولیس ډېر قوي دي خو د هغه په وینا ، اوسنی حکومت د ترهګرو غندنه نه کوي کوم چې د پولیسو حوصله ټیټه کړېده.

( اوسنی حکومت دي لږ تر لږه د پولیسو حوصلې مظبوطي کړي. د پولیس خلک شهیدان شي دوی جنازو له نه ورځي. د پولیسو خلکو ته د مراعاتو ورکولو اعلان نه کېږي. پولیس وايي چې اوسنی حکومت په خپله د ترهګرو پر ضد د غندنې بیان نه ورکوي نو دوی ولې د ترهګرو مخه ونیسي او ځان پرې ووژني. اوسني حکومت ته په کار ده چې په خپله هم دریځ په ډاګه کړي او د پولیسو ملا هم مظبوطه کړي. نو زموږ د خیبر پښتونخوا پولیس د پاکستان تر ټولو پولیسو مظبوط هم دی او د ترهګرو مقابله هم کولای شي).

د بنو او ډېره اسماعیل خان پر زندانونو و شوو بریدونو ته په کتلو سره د پېښور جېل د امنیت په اړه پوښتنه راپورته کېږي کوم چې د بندیانو د شمېر او حثیت له پلوه د نورو جېلونو په نسبت ډېر مهم دی.

میا افتخار حسېن وايي ، د پېښور پر زندان د داسې برید کېده ناممکنه نه دي او دې ته زیاته پاملرنه په کار ده.

( د پېښور جېل د دې نورو پرتله ځکه خطرناک دی چې هلته د ترهګرو شمېر زیات دی او هغه ځکه چې د هغوی به عدالتونو کې مقدمې دي نو پر دې زیات نظر ساتل ضروري دي. موږ د دې بندوست کړی وو چې نوی جېل جوړ کړو او د هغه لپاره مو پېسې هم بېلې کړې وې. نو اوسنۍ حکومت ته په کار ده چې هغه جېل جوړ کړي او دا ترهګر هلته وساتي او داسې به د پېښور جېل خوندي شي).

د یادونې وړ ده چې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو جېلونو کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو اورپکو ډلو د ځینو مشرانو په ګډون په زرګونه نور اورپکي هم بندیان دي.
XS
SM
MD
LG