د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ډیره اسماعیل خان جیل برید، ۲۵۳بندیان فرار


پر ډیره اسماعیل خان جیل برید، ۲۵۳بندیان فرار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:35 0:00

پر ډیره اسماعیل خان جیل برید، ۲۵۳بندیان فرار

د خيبر پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کې بيګا د شپې د طالب وسله والو له خوا پر مرکزي جېل د حملې او د خپلو قيدي ملګرو د خوشي کولو وروسته دغلته کرفيو

د خيبر پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کې بيګا شپه طالب وسله والو پر مرکزي جېل له برید وروسته خپل په لسګونه قیدي ملګري خوشي کړي دي. دا مهال په ښار کې ګرځبندیز دی.

په ډېره اسماعېل خان کې د مشال خبریال سیلاب مسود د ځايي چارواکو له خولې وايي، چې لومړی دوو ځانمرګو بریدګرو د مرکزي جېل له دیوال سره خپل ګاډی وجنګاوه، دېوال چې مات شو بیا وروسته د پولیس وردي اغوستې پر موټر ساییکلونو سپاره اته تنه طالبان زندان ته ورننوتل. او د دوی نورو ملګرو له دوو لوریو پر جېل برید وکړ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ډيره اسماعيل خان د پوليسو کميشنر مشتاق جدون نن د سېشنبې پر ورځ مشال ريډيو ته وويل چې طالبانو بیګا شپه پر يوولس نيمو بجو په راکټونو او لاسي بمونو پر جېل برید وکړ، چې خواشا ۲۵۳ قیدیان یې له ځان سره بیولي دي.

د نوموړي په وينا په بريد کې څوارلس کسان وژل شوي. په دوی کې ۶ پوليس افسران، ۶ اهل تشيع قيديان او دوه ولسي وګړي شامل دي. ۲۵ نور کسان زخميان شوي هم دي. په وژل شویو کسانو کې طالبانو له یوه مړي سر هم غوڅ کړی دی.

طالبانو د ګلاب بي بي په نوم د پولیس یوه ښځینه سرتېرې هم له ځان سره وړې ده.

پولیس وایې حمله کونکي د پولیسو په جاموکې راغلې وو.

د ډېره اسماعیل خان د مرکزي زندان یوه پولیس سرتېری ذیشان له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې وسله وال لکه د تورې سیلۍ په څېر راغلل او په توره تیاره کې بیرته ولاړل. ده وویل، یو داسې حالت جوړ شو چې پولیس سرتېرو ته د مقاومت موقع هم نه شوه ملاو، او کوم پولیس سرتېرو چې مقاومت وکړ هغوی شهیدان شول.

د خفيه ادارې يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال ريډيو ته وویل، چې طالبان د ۲۵۳ بندیانو په خوشي کولو کې بريالي شوي دي، چې پکې یو شمیر نیول شوې ترهګر هم شامل دي، او څلور پکې ښځې قیدیانې هم دي. پوليس بيا وايي دوی نهه تښتيدلي بندیان بیرته نيولي دي. په دوی کې درې يې په زخمي حالت کې وو.

د خیبر پښتونخوا د جیل خانو د محکمې اي جي خالد غباس د دغه حملې په اړه وایې، حمله کونکې په موټر ساییکلو سپاره وو، او شمیره یې زیاته وه.


د طالبانو وياند شاهدالله شاهد له نامعلومه ځايه په ټيليفون مشال ريډيو ته وویل، چې ۱۵۰ طالبانو دې بريد کې برخه اخيستي وه چې پکې اوه کسه ځانمرګي بريد کوونکي وو. ځينې پاکستاني رسنيو ليکلي چې د پنځو بريدګرو مړي موندل شوي.

د مشال ريډيو د خبريال ترمخه اوس په سيمه کې په هر قسمه تګ راتګ بنديز دی او پوځ د جېل خوا او شا ځای پر ځای شوی دی.

XS
SM
MD
LG