د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې ښايي نوره وینه توی شي


"د تحریر په میدان کې ډېری مصریان فکر کوي چې السیسي او پوځ د مصر د سیاسي ناندریو ځواب دی ځکه چې حکومت دوی په بیا بیا یوازې پريښې دي."

فارن پالیسي مجله لیکي، د جمعې سهار وختي د ربا الاداویه له جومات سره نېږدې چې لمر را وخوت نو د مصر لرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي په زرګونه پلویان له خپلو خیمو ووتل او د دې هیواد له پوځي واکمنانو سره په مستقیمه توګه د مخامخېدو تیاری یې وکړ. په دې وخت کې ځوانان د پوځیانو په څېر په کتار کې ودرېدل او نارې وهل یې پیل کړل چې د عبدالفتاح السیسي واک نه مني.


د جولای پر ۲۴مه تر خونړۍ چاودنې وروسته سیسي پر ټیلي وېژن وینا وکړه او له مصري ولسه یې وغوښتل چې خپلې ارادې ثابتې کړي او امنیتي ځواکونو ته ((واک ورکړي چې د ممکنه تاو تریخوالي او ترهګرۍ مقابله وکړي.)) د ده له څرګندونو سره د مرسي پلویان او مخالفان دواړه په ډېر زیات تعداد کې تحریک شول. مقاله وايي، دا ښيي چې ښايي په مصر کې لا نوره وینه توی شي.

فارن پالیسي مجله لیکي، په ربا کې موجود ډېری مصریان فکر لري چې یوازې د دې له کبله چې دوی د السیسي او د هغه د واک تر لاسه کولو خلاف دي، د ترهګرو په نوم د دوی نومول له دوی سره زیاتی دی. د خالد په نوم یوه کس ویلي، سیسي وايي د ترهګرۍ ضد دی نو ایا دوی ټول ترهګر دی؟

خالد وايي: ((سیسي د دفاع وزیر دی)) خو د دوی ((دفاع نه کوي او غواړي)) دوی (( ووژني)). د مای په نوم یوه ښځه وايي، د سیسي له وینا ښکاري چې اخوان المسلمین ته په نوي مصر کې د ځای ورکولو اراده نه لري او هڅه کوي ((خلک و وېروي.))

د مرسي له پلویانو شپږ میله لرې د التحریر څلور لارې میدان دی چې د السیسي له ملاتړیو ډک دی. په دې ځای کې د پوځ د ټانکونو یو کتار دی او پوځیان له خلکو سره په خندا ستړي مه شي کوي. دې خلکو په لویو لویو لوحو لیکلي دي چې ((سیسي ته اجازه)) ورکوي ((چې د ترهګرو مقابله)) وکړي.

په مقاله کې پوښتنه شوې اخر دا ترهګر څوک دي؟

فارن پالیسي مجله لیکي، کله چې مرسي له واکه لرې کړل شو او پوځ ونیوه نو تر هغې وروسته د مصریانو په لیکو کې جهادیان هم ور شامل شول چې پر امنیتي سرتېرو یې مسلسلې ترهګرې حملې وکړې. په التحریر څلور لاره کې یو شمېر کسانو د اخوان المسلمین ګامونه د امریکا سېپټېمبر له ۱۱مې له حملو سره پرتله یا مقایسه کړل.

په مقاله کې راغلي، د تحریر په میدان کې ډېری مصریان فکر کوي چې السیسي او پوځ د مصر د سیاسي ناندریو ځواب دی ځکه چې حکومت دوی په بیا بیا یوازې پريښې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG