د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشریزې ټاکنې: زابل کې د نوم لیکنې عمل پیل


کلات - په زابل کې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون سيمه‌ ييز دفتر وايي، چې له يوې ولسوالۍ پرته يې د دغه ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې د نوم ليکنې لړۍ پيل کړې ده.


د نوم ليکنې له بهير څخه د زابل پاتې ولسوالۍ خاک افغان ده، چې د ياد کمېسيون په خبره، لا هم پکې امنيت حالت د دې جوګه نه دی، چې دوی پکې دفتر خلاص کړي.

په زابل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر قدرت الله نقشبندي وايي، دغه پروسه به د تلې د مياشتې تر پنځمې نېټې پورې دوام وکړي.

دی وايي، دوی پلان لري، چې په زابل کې د ټولټاکنو لپاره د څلوېښتو زرو تنو نومونه وليکي او کارټونه ورکړي.

((د زابل په ټولو ولسواليو کې له خاک افغان پرته رايه ورکوونکيو ته د ثبت نام کارټونه ور وېشل کېږي. موږ د زابل په ټولو ولسواليو کې يو مردانه او يو ښځينه دفترونه خلاص کړي دي، چې د مېزان تر پنځمې پورې به په هره ولسوالۍ کې دغه پروسه د دوو مياشتو لپاره دوام وکړي، تر دوو مياشتو وروسته به په ولسواليو کې دغه پروسه ودرېږي او په مرکز کې به لا هم دوام وکړي.))

نقشبندي وايي، د نوم ليکنې په دغه لړۍ به هغو افغانانو ته کارټونه ورکړي، چې يا يې اوس تازه عمر اتلسو کالو ته رسېدلی وي، يا یې پخواني کارټونه ورک شوي وي او يا هم اوس تازه له نورو هېوادونو راستانه شوي وي.

شا و خوا دوه مياشتې وړاندې په لومړي ځل د ولايتونو په مرکزونو کې د ټولټاکنو لپاره د نوم ليکنې لړۍ پيل شوه، چې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون په خبره، تر اوسه پورې يې يو سل او دېرش زره تنو د رايې ورکولو کارټونه ورکړي دي.
XS
SM
MD
LG