د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د ولسمشریزو ټاکنو نوم لیکنې بهیر پیل


خوست - د افغانستان په خوست کې یو شمېر خلک او د مدني ټولنې فعالان غوښتنه کوي، چې په دې ولایت کې باید د نوم لیکنې مرکزونه او د ټاکنیزو حوزو شمېر ډېر شي، چې خلکو ته په اسانۍ د رایه اچونو د کارډونو ترلاسه کول او د ټاکنو پر مهال د کارډونو د استعمال زمینې برابرې شي.


په خوست کې د مدني ټولنې یو شمېر غړي او د بېلا بېلو بنسټونو استازي وايي، که چېرې په یاد ولایت کې د نوم لیکنې مرکزونه ډېر نه شي او یا د ټاکنو په ورځ د ټاکنیزو حوزو شمېر زیات نه شي، نو د بېلا بېلو شته ستونزو له کبله به یو زیات شمېر خلک په دې ملي بهیر کې له ګډون څخه پاتې شي.

دوی وړاندیز کوي چې د نوم لیکنې سیار او ګرځنده ټیمونه هم کولای شي، تر یوه بریده په دې اړه د خلکو ستونزو او غوښتنو ته رسیده ګي وکړي.

د ولایتي شورا استازې زهره جلال وايي، د ولسوالیو په ودانیو کې چې ډیری پوځي ادارې هلته موجودې دي او د امنیتي اندیښنو له کبله د تلاشیو بهیر هم ډېر سخت دی، نو ښايي یو زیات شمېر ښځې او سړي یادو مرکزونو ورتګ ته زړه ښه نه کړي:

((تاسو وینئ چې نن سبا له خیره د نوم لیکنې دویم پړاو پرانیستل شو، دا موږ د ځان له پاره لویه لاسته راوړنه ګڼو، خو یوه ستونزه موجوده ده، هغه دا چې نوموړي مرکزونه ټول د ولسوالیو په ودانیو کې دي، یا په ښار کې دي، له دې کبله چې د ښځو ګډون د ولسوالۍ په دننه کې چې هلته نظامي قوتونه هم موجود دي او نن سبا حالات هم دومره نازک دي، چې پوځي مرکزونو ته د ننوتونکو افرادو باید ډېره پلټنه وشي نو دا مشکلات موجود دي، چې ښايي ډیری ښځې په دې بهیر کې ګډون ونه کړي.))

قومي مشر حاجي شریف الله مشال راډیو ته وویل، خلک د ټاکنو په ارزښت پوهېږي او په هغه کې د ګډون په اړه څه تردید او شک هم نه لري، خو هغوی ته باید د نویو مرکزونو د جوړولو له لارې په ټاکنو او د نوم لیکنې په بهیر کې د ګډون زمینه برابره شي:

((خلک په ټولټاکنو کې ګډون ته اماده دي، او له خلکو سره په دې برخه کې شک او تردید وجود نه لري، منتها غوښتنه يې دا ده چې د نوم لیکنې مرکزونه او ټاکنیزې حوزې ورته زیاتې شي او که د دې امکان هم نه وي نو دا د نوم لیکنې حوزې دې ورته سیارې کړي، چې هغوی کلي په کلي او قوم په قوم وګرځي او واجد لرونکو کسانو ته کارډونه ووېشي، په دې توګه چې یوه اوونۍ په یوه سیمه کې او بله اوونۍ په بله سیمه کې کارډونه ووېشي، چې خلک وکولای شي په ښه صورت په ټاکنو کې د ګډون کارډونه ترلاسه کړي.))

مفتي حبیب الرحمان خوستی په ټاکنو کې د خلکو ګډون د اسلامي شریعت له نظره داسې څېړي:

((انتخاب یا رایه اچونه شرعاً درې حیثیتونه لري، دې ته هم وکالت ویل کېږي، دا هم شهادت دی او هم امانت دی، په دې درې صفتونو سره یو متصف ته خلک رایه ورکوي.

دا شهادت دی په دې مانا چې دا د یو چا له پاره ګواهي ورکول دي، یا په یوه موضوع باندې ګواهي ورکول دي، او هم وکالت دی چې دا خبره بالکل ثابته ده، درېیم امانت دی، تر ټولو د مخه باید د انتخاباتو پروسه د شفافیت له لحاظه په ټوله مانا تصفیه شي، بیا په هغه ډول چې په خلکو باندې لازمه ده په تمامه مانا سره چا ته چې خدای تعالا د رایې حق ورکړی دی، خپله رایه دې په صادقانه ډول استعمال کړي.))

د مدني ټولنې فعال زاهد شاه انګار وايي که چېرې د ټولټاکنو مرکزي او ولایتي دفترونه له مدني ټولنې سره خپل فعالیتونه هم غاړي کړي، نو مدني ټولنه د خلکو په عامه پوهاوي او په ټاکنو کې د ولس د هڅونې په برخه کې ډېر څه کولای شي:

((ټاکنې دوې برخې لري چې یوه يې نوم لیکنه ده او د کارډونو اخیستل دي او بل د خلکو ګډون په رایه اچونه کې دی، فکر کوم مدني ټولنه ډېر نقش لرلای شي، ځکه چې دوی د ولس د بېلا بېلو قشرونو سره په تماس کې دي او مدني نهادونه په بېلا بېلو برخو کې فعالیت کوي.

که چېرې دوی د ټاکنو له کمیسیونونو سره په څنګ کې البته په مرکز کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره او په ولایتونو کې هم د ولایتي دفترونو سره په ګډې همغږۍ کار وکړي، مثبته نتیجه به ولري، په دې برخه کې ډېره زیاته برخه چې دوی لرلای شي، هغه د عامه پوهاوي په برخه کې ده، چې خلک په دې باندې پوه کړي چې باید د رایې اچونې کارډونه واخلي، همدا شان په ټاکنو کې دوی خلک دې ته هڅولی شي، چې ولس او خلک یا رایه اچونکي خپله رایه چاته ورکړي یانې باید وړ کس ته رایه ورکړي.))

د یادونې وړ ده د زمري میاشتې په پينځمه د افغانستان د نورو سیمو په شان د خوست په ټولو ولسوالیو کې هم د نوم لیکنې دویم پړاو پیل شو چې د شرایطو لرونکي خلک وکولای شي د خپلو کارډونو د کارونې له لارې د ۱۳۹۳م لمریز کال د حمل میاشتې په ټولټاکنو کې برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG