د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باړې کې وژل شوي څوک دي؟ وسله وال که ولسي وګړي؟


د باړې اکا خېلو دوو کسانو مړي
د باړې اکا خېلو دوو کسانو مړي

پراګ - د پاکستان بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتنه کړې ده چې د قبایلي سیمې خیبر د باړې اکاخېلو د هغو ۲۰ کسانو د مړینې پلټنې دې وکړي چې ایا دا ولسي وګړي ول او که وسله وال؟


د زیارت او جمعې په شپه، په باړې کې په ګولیو سوري ۲۰ مړي موندل شوي ول چې د پاکستان پوځ وسله وال وبلل.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن مشرې زهرې یوسف له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د دې مړو موندل کېدل د اندېښنې وړ خبره ده:

((د دې پېښې پلټنې ډېرې ضروري دي. که دا مړي د وسله والو وي او که د عامو خلکو، په دې کې تحقیقات په کار دي. دا مړي له پېژندګلوۍ هم وتلي دي. نو د دې مانا دا ده چې دا پېښه څو ورځې مخکې شوې ده. دا مالومول ډېر ضروري دي چې په [دې کار] کې څوک ککړ دي. ایا پوځ وسله وال وژلي دي او نه دا کسان بل چا وژلي دي. لومړی پېژندګلوي ضروري ده او بیا دا چې په کومو حالاتو کې دا کسان وژل شوي دي. د دې تر څنګ د ذمه وارو کسانو خلاف کار روايي کول په کار دي.))

د یوه بل کس مړی
د یوه بل کس مړی
د باړې په اکاخېلو کې دغه مړي په داسې حال کې موندل شوي دي چې په دې سیمه کې له څو ورځو راهیسې پوځي عملیات ول.

په پېښور کې خبریال او د چارو پوه عقیل یوسفزی وايي، دا لومړۍ پېښه نه ده بلکې تر دې مخکې په سوات، کورمه، وزیرستان او خیبر اېجنسۍ په نورو سیمو کې مړي موندل شوي دي:

((په دې تازه پېښه کې مرګ ژوبله زیاته ده. بله دا چې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د پېښور شا و خوا امنیتي ادارو عملیات پیل کړي دي. دلته یوه پوښتنه را پورته کېږي چې دا کسان څوک ول؟ او چا ویشتلي دي؟ داسې رپورټونه هم راغلي دي چې د ویشتو طریقه یو ډول ده، یانې هر یو کس یو یا دوه مرمۍ (ګولۍ) لګېدلی دی. نو له دې داسې ښکاري چې دا په جنګ کې نه دي وژل شوي. دا هدفي وژنې کېدای شي.))

یوسفزی زیاتوي، په خیبر کې دا یو خطرناک رجحان دی او د سیمې اوسېدونکي له وېرې څه نه شي ویلای.

د ده په خبره، د پاکستان اساسي قانون د دې ډول وژنو اجازه نه ورکوي.

د یوه بل کس مړی
د یوه بل کس مړی
په باړې کې له پینځو کالونو راهیسې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات روان دي.

د قبایلي سیمې خیبر یو خبریال سدېر احمد وايي، د پوځي عملیاتو نومونه ډېر خندوونکي دي:

((له پینځو کالونو راهیسې په دغو سیمو کې پوځي عملیات روان دي. خلکو ته یو ذهني تکلیف په دې هم رسېدلی دی چې په کومو نومونو پوځي عملیات پیل شوي ول، هغه ډېر خندوونکي ول. لومړی یې (درغلم) په نوم عملیات وکړل. بیا یې (بیا درغلم) په نوم، بیا یې (خوښ به دې شم)، بیا یې (ګورو به) په نوم عملیات وکړل. او اوس اخري اپرېشن د (خیبر ټو) په نوم دی.))

سدېر احمد زیاتوي، دې ټولو عملیاتو هیڅ ګټه نه ده لرلې. هلته د پاکستان پوځ پر دې ټینګار کوي چې ۲۰ مړي د وسله والو ول.
XS
SM
MD
LG