د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ماشومانو له (وسلو) کارولو لاس واخیست


جلال اباد - د افغانستان په جلال اباد ښار کې د ماشومانو د لوبو د نقلي ټوپکو پر ضد کیمپېن په عملي توګه پيل شوی دی.


دغه کیمپېن د ((ځوانان په عمل کې)) ټولنې له خوا څو ورځې وړاندې پر انټرنيټي ټولنيزه پاڼه فيسبوک پيل شوی چې کورنۍ دې ته وهڅوي چې خپلو اولادونو ته د نقلي ټوپکو په ځای پلاسټيکې موټران، کيمرې او نانځکې واخلي.

د دې کیمپېن رسمي پرانیسته د جولای پر ۲۶مه نېټه د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز میډیوټیک کې وشوه.

ماشومانو ته د لوبو کولو نوي شیان ورکول کېږي
ماشومانو ته د لوبو کولو نوي شیان ورکول کېږي
اوس به په ښارونو او کلیو کې د پټاخو (پټاقیو) او نقلي وسلو پر ضد پراخ تبلیغات پیل شي.

د ځوانان په عمل کې ټولنې مرستیال مرستيال حمدالله ارباب چې په دغه کیمپېن کې د تر نورو ډېر فعال دی، مشال راډيو ته وويل:

((موږ امن غواړو او د امن له پاره به کار کوو. دا يو رضا کاره کیمپېن دی. په افغانستان کې مو پيل کړ، په کوزه پښتونخوا کې يا د پاکستان په کراچۍ کې او يا هم په هغو سيمو کې چې پښتانه په کې مېشت دي، زموږ کوشش دا دی چې هلته د رضا کارو ټولنې له لارې خپلو ولسونو ته دا پيغام ور ورسوو چې څه د پاسه درې لسيزې وشوې چې زموږ په ټولنه کې تشدد او د جنګونو لړۍ حد ته رسېدلې ده چې ټول فکرونه بدل شوي دي. دغه رضار کار مهم چې افغانستان کې د ځوانان په عمل کې ټولنې له خوا يې تابيا نيول شوې [په کې] دا کوشش مو وکړو چې دغه کیمپېن له ماشومانو را شروع کړو او دوی ته دا ذهنيت ورکړو چې دغه د ټوپکو او تفنګچو (تماچو، تمانچو) يو ډېر بد کلچر دی چې دوی ترې نفرت پيدا کړي.))

د کیمپېن پيل د ماشومانو په واسطه د نقلي ټوپکو او تمانچو له ماتولو سره وشو.

يو ماشوم چې په دغه کیمپېن کې يې برخه لرله مشال راډيو ته وويل:

((طارق مې نوم دی. دا تمانچې خو د لوبو دي خو نن يې موږ د دې له پاره ماتوو چې که سبا زموږ لاسونو ته د ريښتيا تمانچې راشي نو د يوه بل د وژلو لامل ګرځي.))

اېمن وايي، د لوبو له وسلو ماشومان بد کارونه زده کوي.
اېمن وايي، د لوبو له وسلو ماشومان بد کارونه زده کوي.
يوه ماشومه نجلۍ په نورو ماشومانو غږ کوي چې په اختر کې دې د تمانچو او ټوپکو په ځای د لوبو نور څيزونه واخلي:

((اېمن مې نوم دی، له دې تمانچو جنګ جګړې جوړېږي، خلک ترې بد کارونه زده کوي، زما [له] ماشومانو خويندو ورونو دا هيله ده چې تمانچې او ټوپکې وا نه خلي.))

په دغه کیمپېن کې په جلال اباد ښار کې مېشت شاعرانو او ليکوالو هم په ګڼ شمېر کې برخه اخيستې وه.

ځوان شاعر او ليکوال ضيا الدين همت مل وايي، شاعر او ليکوال هم امن غواړي اود امن له پاره کار کوي:

((د امن له پاره چې کار کوي هغه همدا فرهنګيان دي، ليکوالان دي، شاعران دي، موږ په دې کې له دوی سره ژمن يو. [دا] ډېر ښه اقدام دی. هڅه به کوو چې هر کور ته، هر چم ته او هر ځای ته به دا ميسيج (پيغام) رسوو.))

ماشومانو ژمنه وکړه چې نور به نقلي وسلې نه کاروي
ماشومانو ژمنه وکړه چې نور به نقلي وسلې نه کاروي


د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې يو تن دوکاندار وايي، پخوا يې هم په اخترونو کې نقلي ټوپکې او تمانچې نه وې راوړې او دا ځل يې هم د راوړلو خيال نه لري.

((زما نوم بصير دی، پټاقۍ دي او که کارتوس دي، دا کارونه زما نه خوښېږي او نه مې کړي دي، دوکاندار يم، دا اواز يې په ما باندې بد لګېږي. ډېر بې ځايه مرګونه مو وليدل، له ډزو مو ډير زړه موړ دی.))

د ځوانان په عمل کې ټولنې واکداران وايي، دوی به په دې هڅو کې دي چې په ټولنه کې د بدو رواجونو مخه ونيسي او ښو رواجونو ته پرمختګ ورکړي.
XS
SM
MD
LG