د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په رښتیا ډرون بریدونه کموي؟


لومړۍ خبره دا ده چې امريکا يو اوږ دمهاله سوچ لري، دوی په دې اند دي چې ډرون بريدونه پاکستان پوځ تنګوي، نو ځکه یې د کمولو په باب غور کوي

د امريکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او ايسوشيېټېډ پريس اژانس په خپلو رپورټونو کې ليکلي چې امريکا په پاکستان کې ډرون بريدونو کې په لويه کچه کموالي راوستي دي. د رپورټونو ترمخه په پاکستان کې د ډرون بريدونو پرضد د سخت غبرګون له کبله دا ګام پورته کړل شوی دی.


په پاکستان کې په روان کال کې شپاړلس د بې پايلټه الوتکو بريدونه شوي، چې تر کال دغه شميره يو سل دويشت وه. دا په داسي حال کې ده چې د امريکا د بهرنو چارو وزير جان کېري ډير ژر د اسلام اباد دروه کوي، او د ډرون پروګرام په اړه به له پاکستانې چارواکو سره خبرې وکړي.

په اسلام اباد کې د دفاع چارو کارپوه عائشه صديقه وايي چې د ډرون بريدونو په اړه د پاکستان او امريکا ترمينځ خبرې اترې روانې دي. عائشه صديقه په دي لړ کې دريو نکتو ته په اشارې سره زياته کړه.

((لومړۍ خبره دا ده چې امريکا يو اوږ دمهاله سوچ لري، دوی په دې اند دي چې ډرون بريدونه پاکستان پوځ تنګوي، نو پر دې غور کوي، دويمه خبره دا ده چې د امريکا په سوچ کې هم بدلون راغلی دي، په امريکا کې خلک اوس ليکنې کوي، په وروستيو ورځو کې ويليم بيرن ريمپل يوه لکينه کړې وه چې د ده په وينا د افغانستان فساد د پاکستان او هند معامله ده. نو زما په اند يو نوی سوچ راپورته کيږي، چې پکې د طالبانو ګنجائش هم موجود دی. دا هم ويل کيږي چې له دې جګړې به مخ واړوي چې دا خو د پاکستان او هند جګړه ده. دريمه خبره دا ده چې امريکا ته په شام او نورو ځاينو کې د طالبانو او د جهاديانو پشان د ملګرو ضرورت دي، نو په لويه کچه پاليسي کې د دوی لپاره دا غوره خبره ده او دا هم محسوسه وي چې د پاکستان پوځ خوشالولو لپاره د ډرون بريدونو کې کموالی راولي.))

په دې وروستيو کې د پاکستان پوځ دا خبرې رد کړې وې چې ګنې د ډرون بريدونو حمايت کوي، اې پي خبري اژانس د ځينې پاکستاني چارواکو په حواله وايي چې پخوا د اروپکو پرضد ډرون بريدونه موثره وو خو اوس دغو بريدونو ډير لانجې راپورته کړي دي. په اسلام اباد کې پخواني سفارتکار اياز وزير وايي چې ډرون بريدونه ګټې کمي او نقصان يې زيات دي،

((داسې ښکاري چې امريکا له افغانستانه ټول ځواکونه وباسي، څه رنګه يې د شوروي اتحاد سره د جنګ وروسته له دي هيواده ټوله نړۍ تللې وه. نو په داسې حال کې چې له دې هيواده دوی وځي نو بيا د ډرون بريدونو جاري ساتلو ضرورت به نه وي.))

اياز وزير زياته کړه چې د پاکستان حکومت او ولس دواړه غواړي چې ډرون بريدونه بند شي او له امريکا سره اړيکي ښه شي.

په ډان ورځپاڼې کې ليکوالې هما يوسف په يوه مقاله کې ليکلي ول چې د پاکستان نوی حکومت سره ښه موقعه ده چې د ډرون بريدونو معامله له امريکا سره هواره کړي، ځکه چې وزيراعظم نواز شريف ويلي ول هغوی به چرې هم په پټه د ډرون بريدونو اجازه ورنه کړي.
XS
SM
MD
LG