د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د اې اېن پي د دوو غړو په ګډون ۸ تنه مړه


کراچۍ: د پاکستان په ښار کراچۍ کې د هدفي وژنو او تشدد په پېښو کې تېره شپه د یو پولیس سرتیري په ګډون اته کسان وژل شوي دي.


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د هدفي وژنو او تشدد په پېښو کې بېګا ( د زیارت او جمعې شپه) د یو پولیس سرتیري په ګډون اته کسان وژل شوي دي.


د عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي، په وژل شویو کسانو کې ددوي د ګوند دوه غړي هم په نښه شوي دي.

د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې جنرل سیکرټري بشیرجان تېره شپه ناوخته مشال ریډیو ته وویل، وژل شوي دواړه کسان د دوی د ګوند غړي و.


((له روژه ماتې لس منټه مخکې په قصبه کالونۍ کې وسله والو زموږ د ګوند د دغې سیمې د وارډ په نایب صدر باچا حسین له خپل کور سره نزدې ډزې کړې دي او هغه یې وژلی دی ، د هغه ورور عابد حسین د وژونکو پسې ورمنډه کړې وه او وسله والو په هغه هم ډزې کړي دي او هغه یې هم وژلی دی ))


بشیر جان زیاته کړه له کله راهسې چې په کراچۍ کې د بلدیاتي ټاکنو خبرې شورو شوي دي یو ځل بیا ترهګرو د دوی د ګوند پر غړو او مشرانو حملې تېزې کړي دي. د هغه په خبره د کراچۍ ګڼ شمیر پښتانه د دوی د ګوند ملاتړي دي او د دوی مخالفین له دغه ملاتړه د ډار له کبله د دوی د ګوند پلویان په نښه کوي.


((له کله راهسې چې د کراچۍ په ګډون په ټول ملک کې د بلدیاتي ټاکنو خبرې شورو شوي دی نو شاید زموږ مخالفین موږ د ټولټاکنو په څېر د بلدیاتي ټاکنو څخه هم ویستل غواړي. دوی په کراچۍ کې په خصوصي توګه موږ په نښه کړي یو. د ګلشن بونیر له واقعې وروسته د باچاخان مرکز علاوه موږ ټولې دفترې بندې کړي دي او ملګرو ته هم د احتیاط کولو ویلي دي خو اوس ترهګر په موږ پسې زموږ تر دروازو راځي او موږ په هدف کوي))


د هغه په خبره دوی اوس هم په خپل پخواني موقف ولاړ دي او په هر مورچل د ترهګرۍ مخالفت کوي.

د قصبه کالونۍ د پېښې روسته د عوامي نیشنل ګوند لخوا مشال راډیو ته په ترلاسه شوې اعلامیه کې ددغه ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان د یادې پېښې په سختو ټکو غندنه کړې او ویلي یې دي چې په کراچۍ کې د دوی د ګوند پلویان بې وارثه ګڼل شوي دي.

نوموړي پر قانون نافذونکو ادارو غږ کړی دی چې د دوی د پلویان ساتنه دې باوري کړي.

په تېره یوه هفته کې د دغه ګوند پر پلویانو پرلپسې درې ورته حملې شوي دي چې په ترڅ کې یې ددغې ډلې شپږ عهدیداران او پلویان وژل شوي دي .

په قصبه کالونۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پر پلویانو د ترسره شوې حملې پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې، خو تر دې مخکې د دغه ګوند ګوند په مشرانو او کارکنانو د ترسره شویو یو شمیر حملو ذمه واري وسله والو طالبانو منلي دي.

د دې ترڅنګ د ښار په بیلا بیلو برخو کې د تشدد پېښې هم دوام لري.

د ژغورنې ادارې وایي په دغو پېښو تیره شپه د یو پولیس سرتیري په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي .
XS
SM
MD
LG