د لاسرسي ځای

تازه خبر

“سنوډن ته له هوایي ډګړه بهر وتل د خپګان خبره ده”



د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وایي، چې دوی د ماسکو لخوا د ايډورډ سنوډن په اړه د هغو راپورونو د پخلي په تمه دي چې ایا د ماسکو له هوایي ډګر د وتو لپاره هغه ته روس قانوني اسناد ورکړي دي او که نه؟


سنوډن له تيرې يوې میاشتې راهيسې د ماسکو د هوایي ډګر په ټرانزت ځای کې ايسار وو .

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ه جین پساکي وايي، د چارشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کرې د سنوډن د قضیې په اړه د روس د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره خبرې کړي دي او زیاته کړي ده که چيري روس سنوډن ته د هوایي ډګر نه د بهر وتو اجازه ورکړی نو دا به ډېره د خپګان خبره وي،

امریکا غواړي چې ايډوارډ سنوډن په نړۍ کې پر ټیلفون او اینټرنیټ د امریکا د څارنې د پروګرام د رسوا کوله له وجې مقدمه وچلوي.


خو د هغه وکیل چې له سنوډن سره مرسته کوي وايي، د نوموړې د سیاسي پناه غوښتنه هم تر غور لاندې ده او سنوډن د اید په هوايي ډګر کې پاتې شي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG