د مصر د پوځ مشر او د دفاع وزیر جنرل عبدالفتاح السیسي د دې هیواد له خلکو غوښتې دي چې د جمعې په ورځ دې د پوځ د هغه اقدام په ملاتړ کوڅو ته راووځي او مظاهرې دې وکړې چې نوموړی يې د ورانکارۍ او ترهګرۍ په ضد مبارزه ګڼي.
نوموړي دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې وار د مخه لا د دې هيواد د پخواني ولسمشر محمد مرسي پلويانو د پوځ په ضد لاريونونو ته دوام ورکړی دی.
السیسي د خلکو له پراخو مظاهرو وروسته د روانې میاشتې په دریمه نیټه مرسي له واکه لرې کړ.
د مشال راډیو همکار احمد شاه اعظمي په دې اړه د منځني ختيځ د چارو له یوه کتونکي نجم الله برهاني سره مرکه کړې او په لومړي سر کې ترې پوښتلي چې د السيسي دا بيان به مصر پر کوم لور بوځي؟ برهاني په ځواب کې وايي.....
نښلول
شریک کړئ
مصر یو بل کړکېچ ته داخیلېږي
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:04:08
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.