د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: وسله والو په یو برید کې ۱۴ډرایوران وژلي


د بغداد د شما لي سيمې په يوه پاټک کې وسلوالو ١٤ تنه شیعه ډرايوران ، د هغوي د شناختيکارډ له کتو وروسته وژلي دي.


عراقي چارواکي وايي، چې وسلوالو کسانو ګاډي هم له ځان سره بېولي دي .

پېښه له بغداده د شمال په لوري ١٦٠ کيلومترۍ لری په، سليمان ښارګوټي کې وروسته له هغې وشوه، چې لومړى د سخت دريځو وسلوالو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

امنيتي چارواکي وايي، چې وسلوالو کسانو سره د نښتې پر مهال مارټرې او ماشينګڼې وې .

په پېښه کې يو ځایي کس هم وژل شوى دى.

په همدې حال کې پرون چارشنبې سهار په تیکريت کې وسلوالو کسانو پر يوه بس حمله وکړه، او څلور سرتېري يې ووژل. هلته د موصل ښاره جنوب خوا ته ٥٠ کيلومتر ه لري سخت دريځو نهه تنه نور پوليس واله هم وژلي دي،
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG