د لاسرسي ځای

تازه خبر

حزب الله د اروپايي ټولنې فیصله وغندله


لبنان: د حزب الله مشر حسن نصر الله
لبنان: د حزب الله مشر حسن نصر الله

د لبنان حزب الله ډلې خپله پوځي څانګه د اروپايي ټولنې لخوا په تور لسټ کې د شاملولو او د تره ګر تنظیم په حيث د ګرځولو د فیصلې غندنه کړې ده او دا ګام يې بې انصافه او جارحانه بللی دی.


په یو لیکل شوي بیان کې ویل شوي چې حزب الله په سختۍ سره د اروپايي ټولنې فېصله ردوي چې دا د امریکا او اسرایلو د فشار نتیجه ده. په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ د اروپايي اتحادېې د دغه ګام هرکلی کړی دی او ویلې یې دي چې دا ګام څرګنده پیغام ورکوي چې اروپايي ټولنه د حزب الله د ترهه ګرو فعالیتونو پر ضد کلکه ولاړه ده.

امریکا او نورو غربي هېوادونو له دې مخکې لا حزب الله تره ګر تنظیم ګرځولی و. د ګل په ورځ د اروپايي ټولنې د فېصلې سره په یادې ډلې بندېزونه ولګېدل چې په دغو هېوادونو کې به يې اثاثې کنګل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG