د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې دوه تنه هزاره ګان ووژل شول


د پیښې ذمه واري لا هم چا په غاړه نه ده اخیستې خو تر د دې وړاندې پر هزاره برادرۍ د شويو ګڼو بریدونو ذمه واري وسله والې ډلې لشکر جهنګوي منلې ده.

د بلوچستان مرکز کوټې ښار په کندهاري بازار کې نامالومه وسله والو پر یو ټیکسي موټر ډزې وکړې چې پکې ناست دوه تنه شییعه مسلکه هزاره ګان وژل شوي دي.


له مشال راډيو سره په خبرو کې پولیس وویل، چې وسله وال په یو موټر سایکل سواره وو چې د پیښې وروسته په تیښته بریالی شول. له پیښې پس د هزاره برادرۍ وګړیو د احتجاج په توګه کندهاري بازار د څه وخت لپاره بند کړی وو.

ددې پیښې ذمه واري لا هم چا په غاړه نه ده اخیستې خو ددې نه وړاندې په هزاره برادرۍ ترسره شويو د یو شمیر بریدونو ذمه واری وسله والې ډلې لشکر جهنګوي منلې وه.

http://www.mashaalradio.org/content/article/25046374.html

د هزاره قبیلې وګړي وايي ؛په تېرو څو کلونو کې د ترهګرۍ په بېلا بېلو پېښو کې د دوی په سلګونو وګړي وژل شوي، او همدومره يې ټپيان شوي دي. چې اوس ورته د کوټې ښار هوبهو اوور ښکاري. چې د دوی په خبره اوس يې اکثره وګړي خپلې دوکاندارۍ هم له کوټې ښاره خپلو سیمو ته منتقلوي.
XS
SM
MD
LG