د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې دوه چاودنې، څلور کسان وژل شوي


کراچۍ - د پاکستان په تر ټولو لوي ښار کراچۍ کې په دوو بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او د میونېسېپل کمېشنر په ګډون ۵ نور ژوبل شوي دي.


پولیس چارواکي وایي لومړنۍ چاودنه د ښار په عیسا نګرۍ سیمه کې د خالي پر ماښام هغه وخت مخې راغله کله چې له سیمې میونېسېپل کمېشنر متانت علي خان د پولیسو په پیره کې تېرېده.

پولیس زیاتوي په دغې پېښه کې کمېشنر متانت علي خان او د هغه دوه نور ملګري ژوبل شوي او ساتونکی یې وژل شوی دی.

د یادې پېښې په اړه د ګلشن اقبال ټاون ایس پي مقدس حیدر رسنیو ته وویل:

((دا چاودنه په موټر سایکل کې د ایښودل شویو توکو د چاودېدو له امله شوې ده. د پېښې ښکار شوي سرکاري ګاډي کې ۴ کسان ناست ول، چې په کې درې ژوبل شوي او یو وژل شوی دی.))

نوموړي زیاته کړه، داسې ښکاري چې د چاودنې هدف میونېسېپل کمېشنر و، چې په دغې برید کې ژوبل شوی دی خو روغتیایې حالت یې له خطره بهر دی.

یاده دې وي په دې ورستیو کې په کراچۍ ښار کې د موټر سایکل په ذریعه په بمي چاودنو کې زیاتوالی راغلی دی.

څو هفتې مخکې د کراچۍ په برنس روډ کې شوې چاودنې له امله د سېند هایي کورټ قاضي مقبول باقر زخمي شوی او د هغه ۷ پولیس سرتیري وژل شوي ول.

د دغې برید پړه وسله والو طالبانو منلې وه.

د شنبې پر ماښام په کراچۍ ښار کې دویمه چاودنه د مرکزي ښار په پټېل پاړه کې وشوه.
پولیس وایي، په دغې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون ۲ کسان په کې ژوبل شوي دي.

د سي آی ډي پولیسو یوه مشر راجه عمر خطاب د یادې پېښې په اړه د خالي پر ماښام رسنیو سره په خبرو کې وویل:

((فی الحال موږ لومړنۍ پلټنې کوو. خو زما خپل خیال دا دی چې له دغو خلکو سره چوونکي مواد ول. زه ګمان کوم چې همدغه خپل بارود پر دوی په غلطۍ چاودېدلي دي.))

د سيمې پولیس وایي، یاده پېښه په یو کور کې دننه تر روژه ماتي وروسته شوې ده.

دغه کور د یو پولیس والا وو او هغه څو ورځې مخکې د پېښې ښکار شویو کسانو ته په کرایه ورکړی وو.

د جمشېد ټاون ډي ایس پي جمشید غوري په دې اړه مشال راډیو ته ویلي، په پېښه کې د ککړتیا په تور یې یو مشکوک تن په ژوبل حالت کې نیولی دی.

د دې ترڅنګ د کور مالک پولیس هم دوی نیولی دی او له هغه یې پلټنې پیل کړې دي.
XS
SM
MD
LG