د لاسرسي ځای

تازه خبر

ضمني انتخابات: جې یو آی او اې اېن پي پر څوکیو سلا شوي


د مې پر ۱۱مه نېټه پاکستان کې ضمني انتخابات شوي ول
د مې پر ۱۱مه نېټه پاکستان کې ضمني انتخابات شوي ول


پېښور - د اګست پر ۲۲مه په خیبر پښتونخوا کې د صوبايي پر څلورو او د قامي پر پینځه څوکیو ضمني انتخابات کېږي.


د دې انتخاباتو له پاره جمیعت علمای اسلام (ف) او عوامي نیشنل ګوندونه د یو بل په حق کې د نوماندانو په کښېنولو سره سلا شوي دي.

په دې ترځ کې د جمیعت علمای اسلام (ف) ویاند جلیل جان له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، دوی له عوامي نیشنل ګوند سره د یوې فارمولې تر مخې د څوکیو پر وېش سلا شوي دي.

((د مشرانو تر منځ یوه فارمولا طی شوې ده. چې چا ګټلې څوکۍ پرېښې وي او یا هم په دویم نمبر راغلی وي نو د دې فارمولې مطابق د عوامي نیشنل ګوند په برخه کې اېن اې یو، اېن اې پینځه، او پي کې ۲۳ راغلې دي. اېن اې ۲۵، اېن اې ۲۷ او پي کې ۷۰ په ګډون شپږ څوکۍ د جمیعت علمای اسلام ګوند په برخه رسېدلې دي.))


د خیبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن یوه چارواکي، سهېل احمد، له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت ویلي، د اګست ۲۲مې انتخابات به د قامي اسمبلۍ پر پینځو او صوبايي اسمبلۍ پر څلورو څوکیو کېږي.

د مې میاشتې ۱۱مې انتخاباتو په نتیجه کې پاکستان تحریک انصاف، جماعت اسلامي، قومي وطن ګوند او عوامي جمهوري اتحاد اېتلافي حکومت جوړ کړ.
XS
SM
MD
LG