د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: ډاکټران لا هم نه دي راخوشي شوي


د ژوب ډویژن کمشنر اسد ګیلاني بیا وایي،دوي د ډاکټرانو په دغه کېس کې ډېر پرمختګ کړی دی،خو دم ګړۍ یې تفصیل نه شي ور کولی

په بلوچستان کې تېره میاشت د ژوب-قلعه سېف الله له سیمې تېښتول شوي د ضلع لورالایي ډاکټران لا هم نه دي بازیابه شوي او د کورنۍ او ملګرو په وېنا،لا یې هم د تېښتونې تر ښا هیڅ هدف او وجه نه ده مالومه شوې.دوي زیاتوي،د تېښتونې د ویر او غم تر څنګ،په پاکستاني رسنیو کې د غلط مالوماتو له وجې دوي نور هم پرېشانه شوي دي.


بل اړخ ته د ژوب ډویژن کمشنر اسد ګیلاني بیا وایي،دوي د ډاکټرانو په دغه کېس کې ډېر پرمختګ کړی دی،خو دم ګړۍ یې تفصیل نه شي ور کولی

د بلوچستان ډاکټرانو اتحادییې لورالایي څانګې جنرل سیکرټر،ډاکټر رشید ناصر مشال رېډیو سره د خبرو پر وخت ووېل چې لا هم د ډاکټرانو هیڅ درک نه شته

٫٫تر میاشتې زیاته موده وشوه چې ډاکټران او ورسره ۲ نور کارکوونکي وتېښتول شول،مګر تر اوسه یې هیڅ درک نشته چې دوي چیرې او په کوم حال کې دي؟د هغوي کورنۍ او ملګري او ټوله سیمه په غم او ویر کې ده،لیکن د دوي هیڅ حال نه مالومېږي چې څنګه دي.که ده تېښتول شوي کوم کس یوازي مامولي حال مالوم شي،نو هم یې کورنۍ اطمینان ترلاسه کړي،خو دلته هغه هیڅ نشته٬٬

ډاکټر رشید ناصر زیاتوي،تر اوسه دا هم نه ده مالومه شوې چې ډاکټران د څه مقصد لپاره تېښتول شوي

٫٫د تېښتوونکیو له اړخه تر اوسه هیڅ غوښتنه نه ده راته شوې چې دوي څه غواړي او که څنګه؟که یې د پېسو لپاره دا کار کړی وای،نو حال به یې رالېږلی وای او که څه بله وجه وه،نو هم څه حال خو به وو،مګر له بده مرغه دلته هیڅ نه مالومېږي او نه د چا په دې سر خلاسېږي.آخیر ده هرې کړنې څه نا څه وجه خو وي،دلته مګر یوه وجه هم نه ده را مېنځ ته شوې٬٬

د تېښتول شوي ډاکټرانو د خلاسون لپاره کارکوونکي او د پیرامیډکس اتحادیي ژوب ډویژن یو مشر،صوبیدار خان بیا په دغه اړه د حکومت له روله ډېر مایوسه دی

٫٫حکومت تر اوسه هیڅ هم نه دي کړي.د یوه پاولي کار یې هم نه دی کړی.د سرکار د ډویژنل روغتون ۳ منلي ډاکټران ورک دي.روغتون نږدې دی چې وتړل شي،ولي چې مهم ډاکټران یې ورک دي او سرکار بې غمه خوبونه کوي.پخوا خو سرکار په دا کیسو ډېره خوا بدوله،مګر اوس خو ٫٫سرکاربابا٬٬ پښې ورته غزولې دي او هیڅ نه کوي٬٬

د ډاکټرانو اتحادیي ځایي مشر،ډاکټر رشید ناصر مخته وایي چې یو خوا ته د ډاکټرانو د تېښتولو غم او بلې خوا ته د پاکستاني رسنیو غلط رپورټونو دوي ډېر پرېشانه کړي دي

٫٫تاسو ټولو ته مالومه ده چې دغه یو دوې ورځې مخکې د پاکستان ټولو رسنیو او ورځپانو کې خبر وچلېدی چې تېښتول شوي ۳ ډاکټران بازیابه شوي دي او د باقي پاتې ۲ کارکوونکیو د راخلاسولو لپاره عملیات روان دي.دغه خبر د تېښتول شویو کسانو کورنۍ،ملګرو او ټولې علاقې ته تر اندازو زیاته خوشحالې ور په برخه کړه،مګراوس چارواکیو په رسنیو کې باقاعده خبرپاڼې جاري کړې دي چط هغه خبر دروغ وو٬٬

د سېف الله کلا ضلعې ډپټي کمشنر،بشیر بنګلزیي په دغه اړه د ځایي رسنیو رول غېر ذمه واره بولي،خو مني چې مشال رېډیو یو له هغو رسنیو ده چې په بیا بیا یې له دوي سره نېغ په نېغه تماس نیولی او د ورته خبرونو د حیثیت حال یې کړی.نوموړی مشوره ورکوي چې له غلطو مالوماتو د خلکو زړونه دردېږي او پکار ده چې کار په ذمه وارې وشي

د دې تر څنګ د ژوب ډویژن کمشنر،اسد ګیلاني بیا مشال ريډیو ته یوازي دومره ووېل چې د تېښتول شویو ډاکټرانو په کېس کې پرمختګ شوی دی،مګر تفصیلات یې دم ګړۍ نه شي بیانولی

ېاده دې وي،د تېرې جون میاشتې پر ۱۲مې نېتې د ژوب-قلعه سېف الله ضلعو تر مېنخ سیمه کې ناڅرګنده کسانو د لورلایي ډویژنل هیډکوارټر روغتون د ۲ کارکوونکیو محمد فاروق او محمد انور په ګډون،۳ منلي ډاکټران ډاکتر انور شبوزیي،ډاکټر محمد اېاز او ډاکټر نصرالله غلزیي تېښتولي وو چې لا هم بازیابه شوی نه دي او نه یې د تېښتوونکیو او تېښتونې تر شا کومه وجه اومقصد مالوم شوی
XS
SM
MD
LG