د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان باید له افغان دولت سره دوستي جوړه کړي"


 د وزیر اعظم نواز شریف سلا کار سرتاج عزیز
د وزیر اعظم نواز شریف سلا کار سرتاج عزیز

د وزیر اعظم نواز شریف سلا کار سرتاج عزیز کابل ته ځي او د افغان ولسمشر حامد کرزی د پاکستان د دورې لپاره د لارې هوارولو هڅه به کوي.

پېښور: په پاکستان کې سیاستوالان او کارپوهان افغانستان ته د سرتاج عزیز دورې ته ډیر د اهمیت په نظر ګوري- د قومي وطن ګوند مشر او د پاکستان د داخله چارو پخوانی وزیر آفتاب احمد خان شیر پاؤ وايي، په کار وه نواز شریف پخپله د واک سنبهالولو سمدستی روستو د افغانستان دوره کړې وای او پکار ده موجوده حالاتو کې پاکستان له افغانستان سره اړیکو سمولو لپاره زیاته پام لرنه ورکړي.


((پکار وه چې څنګه وزیر اعظم نوازشریف حلف پورته کړی وو پکار وه چې هم هغه وخت نواز شریف پخپله افغانستان ته تللی وای، ځکه چې افغانستان د دوی لپاره ډیر مهم دی او د سیمې په موجوده حالاتو کې تر ټولو زیات اهمیت افغانستان ته ورکول په کار دی. سرتاج عزیز اوس هم دا خبره ډیره ځنډولې ده، دا ډیر اهم وخت دی او په وخت کې که زموږ (د پاکستان او افغانستان) اړیکې که هم داسې خرابې وي او په یو بل بد ګماني وي نو د دې بد ګمانو نه ښه نتیجه نه شي راوتلی))

خو پښتنه داده چې افغانستان دا تور لګوي چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې لاس وهنه کېږي او پاکستان هم په افغانستان دا ډول تورونه لګوي نو په دې حالاتو کې افغانستان او پاکستان په یو بل باور ته څه رنګ وده ورکولی شي د دې پوښتنې په ځواب کې د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګې استاد او کارپوه اعجاز خټک مشال ریډیو ته وویل((پاکستان به افغانستان ته دا باور ورکوی چې د پاکستان خاوره به په افغانستان کې د بد امنۍ لپاره نه کارول کېږي. دلته اکثر دا خبره کېږي چې پاکستان ته په افغانستان کې ملګری حکومت په کار دی خو دا خبره سمه نه ده ځکه چې حکومت د افغانانو کار دی چې څوک راولي، د پاکستان په پالیسی کې په کار ده چې پکې داسې وګڼي چې افغانستان یو ملګری هیواد په کار دی، نو باید له هیواد سره ملګرتیا وکړل شي نه چې له حکومتونو سره، او افغانستان ته به هم دا په صفا ډول ښودل وي چې له دې ځای څخه کوم کسان تللي دي او له هغه ځاییه په پاکستان بریدونه کوي ایا افغانستان په عملي توګه د هغه کسانو پر ضد څه ګامونه پورته کوي او که نه، چې دوی(پاکستان او افغانستان) حالات سمول غواړي نو ما او تا ته د وړاندیزونو ورکولو ضرورت نه شته، که دوی غواړي نو په مینټونو کې حالات سمولی شي او دوی په یو بل ښه پوهه دي چې دوی د یو بل سره کوم کوم چلونه کوي))

د قومي وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شیر پاو هم دا ډول نظر لري او وايي، که چېري پاکستان افغانستان ته دا باور ورکړي چې د پاکستان له خاورې به په افغانستان کې لاسوهنه نه کېږي نو د منطقې ثبات او امن به یقیني کړل شي،نوموړی زیاتوي((افغانستان ته دا تسلي ورکول په کار ده چې موږ خپل پوره کوښښ کوو چې لاسوهنه و نه شي او څوک د پولې سرغړونه و نه کړي او د هغې لپاره عملي ګامونه پورته کول په کار دي چې په سرحداتو کوم قامونه پراته دي چې د هغوی مرسته ترلاسه کړل شي او د پولې دواړو غاړو ته د تګ راتګ مخه ونیول شي))

د بهرنیو چارو لپاره د وزیر اعظم نواز شریف سلا کار سرتاج عزیز به کابل ته ځي او د افغان ولسمشر حامد کرزی د پاکستان د دورې لپاره د لارې هوارولو هڅه به کوي.
XS
SM
MD
LG