د لاسرسي ځای

تازه خبر

"امریکا د افغانستان۷۰ میلیون ډالره پوروړې ده"


د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې؛ د افغانستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ د ګمرکونو او مالیې پر سر اختلافاتو د امریکا د پوځي وسایلو د

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې؛ د افغانستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ د ګمرکونو او مالیې پر سر اختلافاتو د امریکا د پوځي وسایلو د ایستلو پروسه له خڼډ سره مخامخ کړې ده.


افغان چارواکي ټينګار کوي چې، امریکا په ګمرکونو کې د مالیې له درکه میلیونونه ډالر پوروړې ده؛ نو د متحدو ایالاتو د پوځي وسایلو یو شمیر لاریو ته یې پر پوله د تیریدو اجازه نه ده ورکړې.

فرانس پرس وايي، د امریکا متحد ایالات مجبور دی، چې خپل زیات وسایل له هوايي لارې ولیږدوي چې په لوړه بیه ورته تمامیږي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ فرانس پرېس ته ویلي چې؛ د هوا له لارې د وسایلو لیږدول د ځمکې په پرتله اوه برابره ګران تمامیږي.

امریکا غواړي چې، خپل وسایل پاکستان ته له ځمکنیو لارو ولیږدوي؛ خو په وروستیو کې د واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه رپوټ کې وویل چې؛ افغان لوري د امریکا پوځ زیاتې لارۍ په سرحد کې درولې دي او د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

افغان لوری وايي، چې امریکا اویا ملیونه ډالره د ګمرکي مالیو (ټکس) او جریمې له درکه پوروړې ده.

امریکايي چارواکي د افغانستان د حکومت دا ادعا له هغو موافقو سره مخالفه ګڼي؛ چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور ته په پام، دې هیواد ته د مالونو د واردولو په اړه د کابل او واشنګټن تر منځ شوې وې.

د افغانستان د بیارغونې د چارو لپاره د امریکا د مصارفو د ستر څارونکي (مفتش) دفتر د روان کال د مې په میاشت کې د دې هېواد کانګرس ته خبر ورکړ چې؛ کابل د پخوانیو موافقو په خلاف، ملیونونه ډالره ټکس غواړي.

کانګرس ته په دې رپوټ کې ویل شوي وو چې؛ د افغانستان حکومت د دې لانجې له امله حتی په ځيني مواردو کې یو شمیر لارۍ چې امریکايي عسکرو ته خوراکي مواد او تیل لیږدوي هم منع کړې دي.


افغان لوري ادعا کړې چې، د امریکا یو شمېر قراردادي کمپنیو چې په دې هیواد کې امریکايي پوځیانو ته مواد لیږدوي له دوه زره لسم کال راهیسې قانوني اسناد نه دي بشپړ کړي.


د افغانستان د مالیې وزارت سلاکار نجیب منلي ازادي راډیو ته وویل چې؛ یوازې یو محدود شمیر موټرو ته اجازه نه ده ورکړ شوې او دا هغه موټر دي چې، د موادو د لیږدول لپاره یې قانوني اسناد نه درلودل:

"کله چې تجارتي مواد سرحد ته را رسیږي، یا په سرحد کې محصول کیږي او یا یو سند ورکول کیږي چې؛ بیا د مالونو تر رسیدو وروسته باید د مالیې وزارت ته د تصدیق لپاره واستول شي. دوی په څو کلونو کې نږدې اویا زره داسې سندونه اخیستي چې؛ نه دي تصدیق شوي، ټول کړي دي. د افغانستان قانون دا دی چې، که ګمرکي مالیه ورنه کړي اویا د مالیې اسناد د تصدیق لپاره د مالیې وزارت ته رانه وړي؛ نو د هر سند په خاطر باید زر ډالره جریمه ورکړي."

د مالیې د وزارت سلا کار ازادي راډيو ته وویل چې؛ له افغانستانه د مالونو د ایستلو لپاره هم باید اجازه واخیستل شي او حکومت باید په دې خبر وي چې، په سترو پوځي کانټینرونو کې څه ډول مواد ایستل کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت تایید کړې چې؛ د دوی د موادو د لیږدولو پروسه په سرحدونو کې له ستونزو سره مخامخ ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستیو کې په یوه رپوټ کې د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي په حواله وویل چې؛ په تیره یوه میاشت کې یوازې ۳۶ فیصده وسایلو ته د ځمکې له لارې د تیریدو اجازه ورکړ شوې ده.

د فرانس پرس اژانس وايي چې، په ګمرکونو کې د ټکس (مالیې) پر سر د کابل او واشنګټن ترمنځ روانه لانجه تر دوه زره څلوارلسم کال وروسته په دې هیواد کې د امریکا د پوځي حضور د څرنګوالي په اړه هره ممکنه پریکړه له خطر سره مخامخ کولای شي.
XS
SM
MD
LG