د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ د اې اېن پي د کارکنانو پشمول ۶ تنه ووژل شول


د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې چارواکي وایي په وژل شویو کسانو کې ددوي د ګوند دوه سېمه ایز عهدیداران مکمل شاه او فرید خان هم شامل دي.

د پاکستان تر ټولو لوي کاروباري ښار کراچۍ کې د تشدد پېښې دوام لري . په دغو پېښو کې د زیارت او جمعې په منځنۍ شپه د عوامي نیشنل ګوند د ۲ غړو او ۴ پولیس سرتیرو په ګډون لس کسان وژل شوي دي . په کراچۍ ښار کې د تشدد په پېښو کې د زیارت او جمعې په منځنۍ شپه د ښار په بیلا بیلو برخو کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.


پولیس چارواکي وایي د تشدد پېښې د ښار په اتحاد ټاون، فېروز اباد، کریم اباد او نورو سېمو کې مخې ته راغلي دي چې په ترڅ کې یې ۴ پولیس سرتیري هم وژل شوي دي .
د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې چارواکي وایي په وژل شویو کسانو کې ددوي د ګوند دوه سېمه ایز عهدیداران مکمل شاه او فرید خان هم شامل دي. د یاد ګوند مرکزي لېبر سیکرټري رڼاګل اپریدي په دې اړه مشال ریډیو ته وایي:

((دوي ماښام د کور نه بهر په کټ کې ناست و، دد نوم مکمل شاه او دا د نواب کالونۍ د یونټ صدر و، دده زمونږ د ګوند یو بل غړی هم ناست و، وسله وال پیدل راغلي دي او دوي یې ویشتلي دي . اوس چونکې مونږ په حکومت کې نه یو خو بیا هم په مونږ حملې ترسره کیږي. دا حملې هم د هغو انتهاپسندو کار دی څوک چې د پخوا راهسې زمونږ د ګوند غړي او مشران په نښه کوي))

یاده دې وي په کراچۍ ښار د سږ کال ټولټاکنو راورسته د وسله والو طالبانو لخوا د دوی په غړو او مشرانو د حملو روسته دغه ګوند د کراچۍ په نزدې ټول ښار کې دفترونه تړلي او خپل تنظیمي خوزښتونه یې ځنډولي دي خو بیا هم وخت په وخت د ښار په مختلفو برخو کې ددغه ګوند غړي په نښه کیږي.

بلې خوا د کراچۍ د پولیسو ویاند ایس ایس پي عمران شوکت مشال ریډیو ته ویلي په ورستیو په کراچۍ ښار کې په قانون نافذونکو ادارو د ترهګرو لخوا حملې زیاتې شوي دي چې په ترڅ کې په تیرو ۶ میاشتو کې په لسګونو پولیس سرتیري وژل شوي دي.

((تراوسه په کراچۍ ښار کې ۴۷ پولیس سرتیري په نښه شوي دي او دا ځکه چې په دغو پولیس سرتیرو او افسرانو په جرمونو ککړ د ترهګرو ګوندونو د عناصرو په ضد کاروایي کوله ددې په نتیجه کې دوي ګڼ شمیر ترهګر نیولي هم دي . ترهګر عناصر د پولیسو د عملیاتو په غبرګون کې په پولیسو بریدونه کوي او په دې توکه دوي ته مرګ ژوبله اړوي))

خو د بشري حقونو د کمیشن لخوا په خپاره شوي رپورټ کې په تېرو شپږو میاشتو کې د وژل شویو پولیس سرتیرو شمېر ۹۲ ښودل شوی دی. د رواني میاشتې په دې ۲۰ ورځو کې هم ۷ پولیس سرتیري په ورته حملو کې وژل شوي دي.

د کراچۍ د پولیسو ویاند ایس ایس پي عمران شوکت په خبره په ۲۰۱۲ کال هم په کراچۍ ښار کې په روانه بدامنۍ کې ۲۵۳ پولیس سرتیري د وسله والو د ګولو ښکار شوي ول.
XS
SM
MD
LG