د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو لیک له تضاده ډک


ملاله یوسفزۍ ملګرو ملتونو ته وینا کوي
ملاله یوسفزۍ ملګرو ملتونو ته وینا کوي

طالبان په پاکستان کې هم ځای اخیستل غواړي، په پښتنو کې هم ځای موندل غواړي او د مسلمانانو په حواله د نړیوال جهادي نېټ ورک حصه هم پاته کېدل غواړي.

د سیاسي چارو کارپوه او څېړونکی خادم حسین وايي، له دې لیک سره دوه څیزونه نور هم تړل شوي دي، یو خو چې کله په ملګرو ملتونو، ټوله نړۍ او مسلمانانو ملکونو کې د ملالې ورځ لمانځل کېدله، او په هغه هېوادونو کې له کومو هغو چې مختلیفونو ترهګرو او شرپسنده تنظیمونو ته فنډ پیسې راځي، لکه متحده عرب امارات او نور. خو له دې سره سره په دغه هېوادونو کې خلک د ملالې ورځ ولمانځله او له ملالې سره ودرېدل. او هغه خلکو چې پر ملاله یې برید کړی دی یو پېره بیا فوکس ته راغلل او په کومو ځوانانو او خلکو کې چې د دوی مفکوره لږه ډېره ننوتې وه. هغوی دې ته متوجې شولو.


د عبدالحی کاکړ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ملالې نړیوالې ورځې له لمانځلو سره د طالبانو ملاتړي له دوی څخه روان ول نو ځکه هغوی خط ولیکلی.

خادم حسین زیاتوي چې هو همداسې ده چې د نړیوال دباو او فشار له وجې طالبان دې ته اړ شول چې د ملالې په اړه د خپل دریځ سپیناوی وکړي. او دا د دوی دویم کوښښ دی.

څېړونکی خادم حسین
څېړونکی خادم حسین
او په دې کوښښ کې د دوی له بیانه داسې ښکاري چې مختلیف تارونه یې له یو بل سره په جنګ دي. لکه د پښتونوالې خبره کول، بیا د مذهب او اسلام خبره کول او بیا د پاکستاني نېشنلزم خبره. دا درې واړه له یو بل سره په څه نا څه شکلونو کې له یو بل سره په ټکر کې راځي. او دوی دا درې واړه خپلول غواړي، په پاکستان کې هم ځای اخیستل غواړي، په پښتنو کې هم ځای موندل غواړي او د مسلمانانو په حواله د نړیوال جهادي جال یا نېټ ورک حصه هم پاته کېدل غواړي. او د دوی په لیک کې دا مختلیفه خبره وه چې مخې ته راغله.

عبدالحی کاکړ:
له خادم حسینه پوښتنه وشوله، دا خبره څومره کانې کوونکې ده چې طالبان وايي، په سوات کې یې سکولونه ځکه په نښه کول چې د پاکستان پوځ ورکې مېشت وو؟

خادم حسین
زما خیال دا دی چې دا خبره خپله په خپل وجود کې تضاد لري. ځکه چې په سوات کې د سکولونو الوځول هغه مهال پېل شو چې پاکستاني پوځ لا عملیات نه وو شروع کړي. هغه وخت پوځ په دوو ځایونو سرکټ هاوس او کبل میدان کې وو. او هغوی لا حرکت هم نه وو شروع کړی، هېڅ یوې سیمې ته نه وو خوځېدلی چې سکولونه ورانېدل. او هغه د یوې مفکورې برخه وه. اول یې نجونو ماشومانو ته وویل چې چادریانې به اغوندۍ، او بیا ورته ویل چې سبق به داسې نه وایاست او اخر یې د سکولونو الوځول ورته شروع کړل.

دا خو شوه یوه خبره او دویم دا ، په هغه ضلعو کې چې په کې دوی سکولونه الوځولي دي، لکه پېښور، چارسده، نوښار، صوابۍ، مردان، او د چارسدې شوکدر شو. دلته خو له سره پوځ موجود نه وو.

عبدالحی کاکړ:

پوښتنه خادم حسین صاحب طالبان وايي، چې دوی نورې نجونې نه دي ویشتلې او ملاله یې هم د تعلیم د مبارزې له وجې نه بلکې د طالبانو پر ضد د کمپین کولو له وجې ویشتلې ده. د دوی دا خبره څومره کانې کوونکې ده.

خادم حسین:

زما خیال دا دی چې اوس خبره ډېره سپینه شوله، هغه ځکه چې د ملالې د ودرېدو. د ملالې د لیکنو. ملالې د دلیل او د ملالې د اثراتو په ټوله دنیا کې او د ټولې دنیا د مېډیا ملالې ته د متوجه کېدو ، دا ټول هغه څه دي چې د طالبانو لپاره یو ټکان یا شاک وو. دا یو لوی زیان وو. یو خو ملالې د دوی مفکوره راتروړله د کومې په مټ چې دوی پرمخ ځي. یو خو په ټوله دنیا کې او د پښتنو په ټولنه کې په خصوصي توګه یوې ماشومې باندې هسې ګوزار کول، یا څپېړه ورکول هم لویه خبره ګڼل کېږي. خو یو ماشومه ویشتل او بیا یوه ماشومه په داسې خبره ویشتل چې هغه سکول ته د نجونو بیول غواړي، له دې خبرې سره خو هېڅوک هم اختلاف نه شي لرلای. بلکې هر څوک یې مرسته کوي. سکول ته تلل، علم حاصول، د خپل حق لپاره آواز اوچتول، د دې خو مذهب هم حمایت کوي، پښتونواله یې هم تر شا دري او ټوله مهذبه نړۍ یې مرسته کوي. همدا وجه وه چې دوی ملاله ویشتل غوښت.
XS
SM
MD
LG