د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لپاره د امريکا د ډرون نوې تګلاره


کېدای شي د نواز شريف په مشرۍ کې د دې هيواد نوی حکومت په نږدې راتلونکې کې د ډرون په اړه يوه جدي تګلاره خپله کړي.

د امريکا يوې څېړنيزې ادارې ((کونسل آن فارن ريلېشنز)) د چارشنبې په ورځ په پاکستان کې د ډرون بريدونو په اړه يو راپور خپور کړی چې ليکي، داسي ښکاري چې په پاکستان کې به د امريکا ډرون پروګرام په موجوده بڼه کې ډېر وخت پاتې نه شي ځکه چې کېدای شي د نواز شريف په مشرۍ کې د دې هيواد نوی حکومت په نږدې راتلونکې کې د ډرون په اړه يوه جدي تګلاره خپله کړي.



راپور ليکي، د روان کال په پای کې د دې هيواد د نوي ولسمشر او چيف جسټس تر څنګ د پوځ نوی مشر هم ټاکل کيږي او وزيراعظم نواز شريف به داسي کس ټاکي چې د ده له خوښې سره سم ولاړ شي. دا چې آيا د پاکستان سياسي او پوځي مشرتابه به په رښتيا هم د ډرون په اړه د امريکا په ضد يوه واحده تګلاره خپله کړي او که نه؟ په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی او د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير ريټايرډ سيد نذير وايي، ډېر ژر به د پاکستان سياسي او پوځي قيادت په يوه خوله شي.

((پوښتنه دا ده چې د ډرون خلاف امنيتي ادارې او استخباراتي ادارې او د هغې نه علاوه سياسي ادارې ټول په يوه صفحه باندي راځي او يوې خبرې ته يوه غوټه اچوي؟ او يو پلان به جوړوي که به دوی بيلې بيلې لارې خپلوي؟ نو زما خپل خيال خو دا دی چې په راتلونکې وخت کې به دوی په يوه صفحه باندي راځي هغه ځکه چې اوس دوی د ډرون خبره په اقوام متحده کې وړاندي کړه. دې نه علاوه دا خبره د انساني حقونو د خلاف ورزۍ په لړ کې هم وړاندي شوې ده)).

که څه هم په پاکستان کې د امريکا لخوا په تر سره شوو ډرون بريدونو کې يو شمېر ترهګر وژل شوي دي، نو آيا په داسي حال کې د دې امکان شته چې امريکا به ډرون بريدونه ودروي؟
د دفاعي چارو کارپوهه اوليکواله ډاکټر عايشه صديقه وايي چې په پاکستان کې به تر هغه وخته ډرون بريدونه کيږي تر څو د پاکستان پوځ پخپله کوټلي عمليات نه وي کړي.

((ډرون بريدونه به هغه وخت دريږي چې کله د پاکستان پوځ يا رياست دا څرګنده کړي يا د دې ثبوت ورکړي چې دوی له طالبانو سره د جګړې يا د دوی د مېنځه وړلو توان لري. که چيري داسي نه وي نو بيا زما شک او ويره دا ده چې امريکا به هم دغه ډول ډرون بريدونه جاري ساتي)).

که چيري د پاکستان او امريکا لخوا د ډرون بريدونو په اړه د دواړو هيوادونو خپلې اوسنۍ تګلارې پخپل ځای پاتې وي نو د اړيکو د ښه کولو لپاره يې د مېنځ څه لاره کېدای شي؟ د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير ريټايرډ سيد نذير وايي، که چيري د دواړو هيوادونو پوځ او استخبارات د شريکو مالوماتو پر اساس هدف په نښه کړي نو ستونزه هوارېدای شي.

((که د پاکستان د آی اېس آی او سي آی اې او د هغې نه علاوه په پوځي سطح باندي د ډرون د هدف کلېرنس وشي او که هغه هدف په بله طريقه باندي نه حاصليږي نو د دواړو په باهمي مشورې سره د هغه اجازت ورکول کېدل به د مېنځ لاره وي او کېدای شي په راتلونکې کې دوی دغه لاره اختيار کړي او دا لاره هغه وخت اختيار کېدای شي چې په قانوني سطح باندي د پاکستان ولسي حکومت او د امريکا ولسي حکومت د دې معاهدې اختيار او ضمانت راولي)).

په پاکستان کې د امريکا لخوا ډرون بريدونه د ۲۰۰۴م کال د جون د مياشتې راهيسي پېل شوي دي چې په لومړي سر کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرل پروېز مشرف اجازه ورکړې وه خو د نواز شريف په مشرۍ کې د پاکستان نوي حکومت د لومړۍ ورځې راهيسي دا دريځ خپل کړی چې نور به امريکا ته اجازه ورنکړي چې پر خاوره يې ډرون بريدونه تر سره کړي.
XS
SM
MD
LG