د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نېلسن منډېلا ۹۵ مه کلیزه


 نېلسن منډېلا
نېلسن منډېلا

په 1993 کې نېلسن منډېلا ته د اپارتایډ سیسټم چې پکې د تور پوستو سره امتیازي سلوک کېدلو، د له مینځه وړلو په خاطر ورته د نوبل امن انعام هم ورکړل شو.

په جنوبي افریقا کې خلک نن د زیارت پر ورځ په سندرو، نڅاګانو، له مینې او دعګانو ډکو پیغامونو سره د خپل پخواني تور پوستي ولسمشر نېلسن منډېلا کالیزه لمانځي.


سږ کال د نېلسن منډېلا ۹۵مه کلیزه له عزت او درناوي سره په ټول ملک کې په داسې حال کې لمانځل کیږي چې نوموړی د سږیو ( پړپوس (د اوږدې ناروغي له امله په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

نیلسن منډیلا په کمعمرۍ کې له تور پوستو سره د سپین پوستو د بدسلوکۍ خلاف په تحریک کې شامل شو او په 1942 کې د جنوبي افریقا د کانګریس غړی شو.

تر شلو کالو لپاره نوموړي د هیواد حکومت د نسلپرست سیاست خلاف پر امنه کمپین وکړ.د خپل آواز پورته کولو لپاره نوموړي 27 کاله د قید سزا تېره کړه.

په 1990 مو کې هغه د هیواد لومړی تور پوستی ولسمشر منتخب شو چې د شخړو هوارولو او د امن په لړ کې یې ډېر کار وکړ.

په 1993 کې نېلسن منډېلا ته د اپارتایډ سیسټم چې پکې د تور پوستو سره امتیازي سلوک کېدلو، د له مینځه وړلو په خاطر ورته د نوبل امن انعام هم ورکړل شو.

په 1999 م کې که څه هم د نوموړي د واک موده ختمه شوه، خو له هغې وروسته د ایډز ناروغي خلاف کمپین کونکي لوړ رتبه سفیر په توګه مخې ته راغلی دی.د هغه د هلو ځلو له امله هیواد ېې د 2010م د فټبال نړیوال کپ د کوربه توب حق تر لاسه کړ.

په نورو هیوادونو کې په امن مذاکراتو کې هم نوموړی فعاله رول لوبولی دی، لکه کانګو، برونډي، او د افریقا نور هېوادونه، په تېرو دوه کالو کې نوموړي څو ځله په روغتون کې د علاج لپاره داخل شوی دی.

په 1980 مو کې د روبن ای لېنډ په جېل کې پخوانی ولسمشر د ټي بي په مرض اخته شو. خو په ورستیو کې ورته د سږیو او سا لنډی ناروغي پيدا شوه.

په جنوبي افریقا کې مېشت یو پښتون امین ایاز چې له مومندو سره تعلق لري، وايي چې د منډېلا کلیزه په ټول هېواد کې له جوش او جذبې سره لمانځل کیږي او ټول خلک ېې د ښه صحت دعا کوي.

مڼدیلا چې د خپلې قبیلې مدیبا په نوم هم یادیږي، د امن په لړ کې د هلو ځلو لپاره ملګري ملتونه د جولایي اتلسمه نېټه د نېلسن منډېلا د نړیوالې ورځ په توګه لمانځي.

په جوهانز برګ کې د نوموړي پخوانۍمیرمنې ویني مډیکیزیلا منډېلا د هغه په درنښت کې د دعا د یوه تقریب مشري هم وکړه چې د هغه تصویرنه یې راځوړند کړي ول، ځای پر ځای ډیوې بلې وې او ورته ګڼ شمېر ګلدستې هم ایښودل شوې وې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG