د لاسرسي ځای

تازه خبر

استنبول کې مظاهره چیان نیول شوي


د ترکي خبري رسنۍ وايي په استنبول کې پولیسو د وروستیو مظاهرو په تړوا دیرش کسان نیولي دي.

د رپوټونو له مخې پولیسو د زده کوونکو د هاسټلونو پشمول په زیاتو سیمو چاپې وهلي او سلګونه کسان يې د لنډ وخت لپاره نیولي دي.

په تیره مۍ میاشت کې سلګونو کسانو د استنبول په یوه پارک کې د پراختیايي کارونو پر ضد سوله ائیزې مظاهرې شورو کړې خود رجب طیب اردوګان د حکومت خلاف د مظاهرو دا لړۍ د ترکی نورو ښارونو ته هم وغزیده.

د ګڼشمیر هیوادونو د نیوکو سره سره د ترکي حکومت بیا هم ټنیګار کوي چې پولیسو ددغو مظاهرو پر وړاندې مناسب چلند کړې دې.

په دغه مظاهرو کې یو کس وژل شوې او په زرګونو ژوبل شوي دي.
XS
SM
MD
LG