د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا کې د تعلیم لپاره اتلس نیم اربه روپۍ بجټ


فاټا خلک له حکومته ګیله لري، د دوی په سیمو کې د پرمختګ کارونه که پیل هم شي سر ته نه رسیږي، او نه دوی ته تر اوسه بنیادي ضروریات ورکړل شوې دي

فاټا سیکټریټ وایې په نیشنل ډیویلپمنټ پروګرام کې تر ټولو زیاتې پیسې د تعلیم لپاره مختص شوې دي، او د دوو نوو شعبو کلتور او لوبو لپاره په لومړې وار په دغه بجټ کې پیسې مختص شوې دي، خو د فاټا اوسیدونکې بیا وایې دوی تر اوسه په سیمه کې بنیادي ضرورتونه هم نه لري.


فاټا سیکټریت وایي، د ۲۰۱۳ م او ۱۴م کال لپاره اتلس نیم اربه روپۍ بجټ مختص شوی دی، چې زیاتره برخه به یې په تعلیم ، صحت او د پرمختګ په نورو کارونو لګول کیږي، چې پکې به څه نا څه یو ارب روپۍ د بهرنې امداد نه دوی ته ورکړل کیږي.

د فاټا لپاره دا مالي کال د جولایي د لومړۍ نیټې نه پیلیږي، او مرکزي حکومت اکثره د قامي پرمختګ پروګرام یا نیشنل ډیویلپمنټ پروګرام کې د مختص شوو پیسو لومړۍ برخه د اګست په پای کې ورکوي. او له دې وروستو به په یوشمیر روانو او نوو منصوبو کار پر مخ بوتلل کیږي.

په قبایلې سیمو کې په دې تیره نږدې موده کې تر ټولو زیات د ماشومانو سکولونه تباه کړل شوي دي، او فاټا سیکټریټ وایي په دغه بجټ کې تر ټولو زیاتې پیسې د تعلیم لپاره مختص شوې دي. د فاټا سیکټریټ ویاند فضل الله وایې (( ۳.۶ اربه روپۍ یې تعلیم، د صحت لپاره ۱.۵ اربه روپۍ ، پبلک هیلت او انجینیرنګ کې ۱. ۳ اربه روپۍ، او داشان یې په اطلاعاتو، زراعت، او په نورو شعبو کې د پرمختګ د کارونو لپاره دوه نیم سوه ملینه روپۍ مختص کړې دي. ))

بلخوا ډان ورځپاڼه لیکې په فاټا کې دوه نوې سیکټرې په لومړې وار جوړیږي، یو پکې د لوبو دی، او له دغې لپاره ۱۵۲.۵ ملینه روپۍ او بل کلتور دی،چې ۹۱.۲ ملینه روپۍ ورله په اې ډي پي کې مختص شوې دي. د فاټا چارواکې دا هم وایي، دغه پیسې به په ووه ایجنسو او شپږ نیم قبایلې سیمو یا ایف ار کې ۶۵ فیصدي د ابادۍ په بنیاد او ۳۵ فیصدي د علاقې په بنیاد تقسیمیږي.

بلخوا د فاټا خلک د حکومت نه ګیله لري، د دوی په سیمو کې د پرمختګ کارونه که پیل هم شي سر ته نه رسیږي، او نه دوی ته تر اوسه بنیادي ضروریات ورکړل شوې دي، د خیبر ایجنسۍ یو اوسیدونکې بازار ګل اپریدی وایې نه پوهیږي د دوی په نوم راغلې دغه پیسې چیرته لږي، (( که چیرې دغلته یو کار پیل هم شي، نو د کمیشن لپاره وي، اوس خو چې په اویا کالو کې کوم لږ ډیر پرمختګ شوی وو، هغه هم پدې بدامنۍ کې تباه شو، دغلته ټولې ادارې مفلوجې شوې دي، او څه خو له سره شتې نه.))

بلخوا د بد امنۍ او پوځې عملیاتو له وجې بې کوره شوې خلک وایې چې باید حکومت د دوی مسلو ته هم پام وکړې . د فاټا ویاند فضل الله وایې، د دغه کډوالو لپاره به پیسې د فاټا د نظم ادارې یا ایف ډي ایم اې ته ورکولۍ شي.
XS
SM
MD
LG