د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندیانو ستونزه


د افغانستان ګڼو زندانونو کې په سلګونه پاکستانیان بنديان دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د قیديانو تبادلې په اړه د نه تړون له وجې د بندیانو ستونزه ده

په پېښور کې افغان قونسلېټ محمد ابراهیم خېل وايي، د پېښور مرکزی زندان او د خیبر پښتونخوا نور جېلونو کې په سلګونه افغانان بنديوان دي او دغه شان افغانستان زندانونو کې پاکستانیان قید دي.


خو د افغانستان او پاکستان ترمینځ د قیديانو د تبادلې په اړه د څه قسم قانون او تړون نیشتوالي په وجه د دغه قیديانو خوشي کېدو هېڅ لاره نه ښکاري.

په یوه ځانګړې مرکه کې محمد ابراهیم خېل مشال رېډیو ته وویل، چې په دوه زره یولسم کال کې چې کله افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان صدر آصف علي زرداري سره ولیدل، نو په يوه مشترکه اعلامیه کې دوی په دغه خبره سلا شو چې دواړه هیوادونو کې د قیديانو په اړه یو کمیشن جوړ کړي او د قیديانو تبادلې په اړه د خپلمنځي پوهاوي یو یا داښت ولیکل شو خو له بده مرغه لا تر اوسه پورې د دواړو هیوادونو له اړخه هېڅ عمل نه دی شوی.

د خیبر پښتونخوا د جیل پولیس مشر خالد عباس هم دغه خبره تکرار کوي او وايي، چې د بلوچستان علاوه د ټول پاکستان نه افغان قیديان د پېښور زندان ته راوړل شي، چرته چې د معمولي نوعیت قیديان یا قانوني سند نه لرونکي افغانان خپل وطن ته واپس ولیږل شي، خو بیا خالد عباس خان وايي په پېښور جیل کې اوس هم له درو نه تر څلور سوو پورې داسې افغانان قیديان شته چې د هغوی د خوشې کیدو هېڅ لار نه ښکاري. دی زیاتوي،

((که د دوی په مینځ کې د پاکستان او افغانستان د قیديانو د تبادلی معاهده اوشی ،نو زمونږه ده قیديان به هلته لاړشی او د هغوی قیديان به دلته راشی ،په دي وخت کې به تقریباً دری یا څلور سوه افغان قیديان وی چې هغوی په مختلف جرمونو کې قید شوی دي ،یو هغه قیديان دي چې هغه مونږ روزانه په معمول افغانستان ته لیږو،د کال دوه زره اتم نه تر اوسه پورې تقریباً ديارلس نیم زره قیديان مو افغانستان ته لېږلي دي.))

په پېښور کې افغان کونسلېټ ابراهیم خېل وايي، چې تیر دوه کالونو داسې هغه د خیبر پښتونخوا لوړ پوړو چارواکو سره ملاو شوی دی او دغه شان د پېښور زندان کې افغان قیديانو سره اولیدل ، د ده په وینا په پېښور سنټرل جیل کې لږ تر لږه زر پورې افغانان بنديوان دي او په دغه اړه د یو این ایج سي آر له اړخه افغان قیديانو خوشي کېدو پروسه هم ډیر وخت اخلي.

((په دي دوه کاله کې مونږ وکتل چې دلته کې مو زندانونه هم ولیدل او افغانانو سره مو خبری اتری هم وکړی ،د هغوی جرم معلوم نه دي جوسی نه دي معلومی چې په څه وجی دوئی نیولی شوی دي داسې بنديوان هم پکې شته چې پنځلس کلا اتلس کاله شل کاله قید دي خو دوی ته نور معلومات نیشته چې دوی په سه وجه بنديوان دي))

د یادونې ده چې افغانستان بیلا بیلو زندانونو کې په سلګونه پاکستانیان بنديوان دي او د دواړو هیوادونو ترمینځ د قیديانو د تبادلې په اړه څه قسم قانون یا معاهدي نیشت والی په سبب د خوشی کیدو یا خپل وطن کې قیدوبند تیرولو څه امید نه لري .
XS
SM
MD
LG