د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ښاري ګڼه ګوڼه او چاپیریالي ستونزې


خوست کې د نجونو لیلیيه
خوست کې د نجونو لیلیيه

د چاپیریال ساتنې اداره وايي، چې په ښار کې د یو شمیر فابریکو شتون، د پخو خښتو د بټیو فعالیتونه چې ډیری په کې د ګاډو ټایرونه سوځول کیږي،

د خوست ولایت د چاپیریال ساتنې مسوولین وايي، که چیرې د خوست ښار په دې تنګه او کوچنۍ ساحه کې ښاري خدمتونه او نور ټولنیز فعالیتونه په اساسي ډول تنظیم نه شي، نو د سږو د یو شمیر ناروغیو له خوریدو سره یو ځای به خلک له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخامخ شي . نوموړې اداره په دې اړه د ولایت په کچه د منظمو پلانونو د طرحې او عملي کیدو غوښتنه کوي.


د چاپیریال ساتنې اداره وايي، چې په ښار کې د یو شمیر فابریکو شتون، د پخو خښتو د بټیو فعالیتونه چې ډیری په کې د ګاډو ټایرونه سوځول کیږي، په ښار کې د جامدو کثافاتو امبارونه، د څارویو د ذبحې لپاره د حلالي ځای یا کشترګاه د مناسب موقعیت نشتوالی، د ټرافیکو ازدهام یا ګڼه ګوڼه او په ټولیزه توګه په ښار کې د چاپیریال ساتنې د قوانینو او پالیسیو نه مراعتول په خوست ښار کې د چاپیریالي ستونزو بنسټیز لاملونه دي.

د چاپیریال ساتنې ادارې مشر عبدالغیاث جلاتزی مشال راډیو ته په دې اړه وايي:

((په ښار کې چاپیریالي ستونزې ډیرې زیاتې دي، یانې دا ښار چې فعلاً موجود دی، د نفوسو په پرتله ډیر کوچنۍ دی، هغه فعالیتونه چې په ښار کې ترسره کیږي، ښار تر دې حده تنګ شوی دی، چې د دیګ بخار شکل يې غوره کړی دی، خصوصاً چې خلک لرګي او پلاستیکي توکي سوځوي، همدارنګه بیلابیلې فابریکې د لته فعالیتونه ترسره کوي، د بلې خوا په ښار کې موټر په ډیره اندازه تګ او راتګ کوي .
تاسو ګورئ چې څومره ډیر ناروغان هره ورځ روغتونونو د درملنې لپاره وروړل کیږي، دا ټولې ستونزې په ځانګړي ډول په ښارونو کې چاپیریالي ستونزې دي، چې خلک پرې اخته او ناروغیږي.))

دخوست یو شمیر ښاریان هم په ښارکې ټرافیکي ازدهام او ګڼه ګوڼه، د کارخانو او د پخو خښتو د داشونو ترخه لوګي، په ښارکې د جامدو کثافاتو امبارونه او نورې ښاري بې نظمۍ ځورونکې بولي او په دې اړه د مسولو ادارو د پاملرنې غوښتنه کوي، د ملي احساس ورځپاڼې مسوول روان نورزی وايي:

((په خوست ښار کې جامد کثافات ډیر شوي دي، ښاروالي باید قصابانو او هغه کسبه کارانو ته ډیره توجه وکړي، چې د ورځې په اوږدو کې کثافات تولیدوي، ځکه له دې کبله فضا ډیره ککړه شوې ده.))

د خوست ښار یو بل تن اوسیدونکی معراج الدین هم وايي، چې په ښار کې د کارخانو فعالیت د ناروغیو د پیدا کیدو لامل شوی دی، نوموړی وړاندیز کوي که چیرې مسوولې ادارې یاد صنفونه په ښار کې یوې بلې مناسبې برخې ته ولیږدوي، نو ګوندې یاده ستونزه تر یوه بریده حل شي:

((که څه هم نن ورځ په خوست کې ډیری خلک د نانوایانو، کارخانو او موټرو له لوګیو څخه مریضان دي، که چیرته دولت دوی لپاره په ښار کې منظم ځای پیدا کړي او مناسب موقعیت ته يې ولیږدوي، دا به ډیره ښه وي او د ناروغیو همدارنګه د نورو ښاري ستونزو د لیرې کیدو سبب به شي.))

د ښاروالۍ ریاست مرستیال انجینر شریف د چاپیریال ساتنې د ادرې اندیښنه پرځای بولي او وايي، چې دوی خپلو امکاناتو ته په کتو هڅې او کوښښونه کوي، خو زیاتوي که چیرې په دې کار کې ټول خلک په مسوولیت سره برخه وانخلي، اصلاً دا ټولنیزه ستونزه په اساسي توګه نه هواریږي:

((د چاپیریال ساتنې په برخه کې د خلکو همکاري هم ډیره کمزورې ده، ځکه خلک د کثافاتو په تولید کې زیاته برخه اخلي، په هر ځای کې د مرداریو او کثافاتو امبارونه ټولیږي، نو په دې بنسټ موږ باید په ګډه کوښښ وکړو تر څو خپل چاپیریال پاک وساتو.))

یاده دي وي سره له دې ،چې د ښار له مسوولینو سره د مدني ټولنې د فعالینو او نورو علمي او ټولنیزو شخصیتونو په ناستو کې تل په خوست ښار کې روانې او راتلونکې چاپیریالي ستونزې شریکې شوي، خو په عملي بڼه په دې اړه ډیر څه نه دي ترسره شوي.
XS
SM
MD
LG