د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمیشن د کراچۍ پر بدامنۍ اندېښنه ښودلې


د بشري حقونو لخوا په خپاره شوي رپورټ کې ویل شوي دي چې په دغو وژنو کې تر ټولو زیات کسان د سیاسي تعلق پر اساس په نښه شوي.

کراچۍ : د پاکستان لپاره د بشري حقونو کمیشن (ایچ آر سي پي) ددغه هیواد په ستر صنعتي او کاروباري ښار کراچۍ کې د بد امني په زیاتوو شویو پېښو اندیښنه ښودلې ده.


د کمیشن لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د کراچۍ د ښاریانو لپاره روان کال تر ټولو زیات خونړی دی. د کمیشن په رپورټ کې ویل شوي دي چې د ۲۰۱۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښار په بیلا بیلو برخو کې ۱۷۲۶ کسان د تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي دي.


د ګل په ورځ د بشري حقونو د کمیشن لخوا په خپاره شوي رپورټ کې ویل شوي دغه پېښې په ښار کې د روان فرقه ایز تاو تریخوالي او هدفي وژنو له امله مخې ته راغلي دي چې په ترڅ کې یې په یاده موده کې په سلګونو مړي د ښار له بیلا برخو څخه موندل شوي دي.
بلخوا د کراچۍ امنیتي چارواکي وایي که څه هم په ښار کې د تشدد لړۍ روانه ده خو په دې کې د وژل شویو کسانو شمیر هومره نه دی څومره چې د بشري حقونو د کمیشن لخوا په رپورټ کې ذکر شوی دی.

د کراچۍ د پولیسو ویاند عمران شوکت په دې اړه مشال ریډیو ته وایي:

((له ماسره د وژل شوو کسانو کره شمېره اوس مهال نشته، خو زه باوري یم چې دوژل شویوکسانو شمېر دومره زیات نه دی ، څومره چې ښودل کیږي. هو ـــ زه دا منم چې په دې موده کې ټاکنې هم وشوې،او د ټاکنو په مهال په کراچۍ ښار کې بدامني یو څه اندازه زیاته وه ،بمي حملې کیدلی او مرګ ژوبله یې اړوله. خو تاسو په خپله هم وینی چې د ټاکنو وروسته د تشدد په پیښو کې کموالی راغلی دی ))

د بشري حقونو لخوا په خپاره شوي رپورټ کې ویل شوي دي چې په دغو وژنو کې تر ټولو زیات کسان د سیاسي تعلق پر اساس په نښه شوي. د رپورټ ترمخه د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو ۵۴۵ کسان په دغو شپږو میاشتو کې د تشدد د پۍښو ښکار شوي چې پکې ۹۲ کسان په بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

فرقه ایز تاو تریخوالي ۷۳ کسان د ژوند څخه بې برخې کړي او ۱۰۱ کسانو مړي موندل شوي ، ددې ترڅنګ ۹۲ پولیس سرتیري هم د تشدد د روانې لړۍ ښکار شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي چې امنیتي ادارې په کراچۍ ښار کې په امن راوستو کې پاتی راغلي دي چې له امله یې څه دپاسه ۲۰ میلونو انسانانو په ښار کې په لوي شمېر کې د خلکو وژنه رامنځته کیږي.

یاده دې وي په کراچۍ ښار کې دتېرې اوږدې مودې راهسې د بدامني پېښې دوام لري ، په دغو پېښو کې سږ کال د اپریل او مۍ په میاشت کې هغه وخت زیاتوالی راغلې و کله چې د ځینو سیاسي ګوندونو په ټاکنیز کمپېنونو د وسله والو طالبانو لخوا بریدونو زور ونیو. په دغو میاشتو کې کراچۍ ښار د زیاتو بمي چاودنو شاهد و.

په دغو میاشتو کې د عوامي نیشنل ګوند پلویانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله اوښتې وه چې د یاد ګوند دچارواکو په وینا ددوي د ډلې ۴۵ غړي پکې د دغو حملو ښکار شوي دي .
XS
SM
MD
LG