د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: هدفي برید کې شپږ کسان ووژل شول


پولیس په ډزو د ویشتل شوي ګاډي کتنه کوي چې نامالومه وسلوالو پرې برید وکړ. ۱۵م جولايي ۲۰۱۳م کال
پولیس په ډزو د ویشتل شوي ګاډي کتنه کوي چې نامالومه وسلوالو پرې برید وکړ. ۱۵م جولايي ۲۰۱۳م کال

د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر مالک ویلي، چې د کوټې ښار د پخواني امنيت راوستلو لپاره بايد ټول سیاسي ګوندونه په ګډه ګامونه پورته کړي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د هدفي وژنو په دوو پېښو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي اوپنځه نور ټپيان شوي دي. د هدفي وژنې لومړۍ پېښه د ښار پر مسجد سړک شوې، چې په کې د پولیسو په خبره د هزاره قبیلې د يوه تجار په شمول څلور تنه ووژل شوو او دوه نور ژوبل شو.


د ښار پولیس زیاتوي ؛ وسله وال چې په يوه کرولا ډوله موټر کې سپاره وو، په مسجد روډ يې له آرچر سره څېرمه په يوه موټر د کلاشینکوف ډزې کړې، او شپږو تنو چې په کې پنځه د هزاره قبیلې وګړي ول، مرګ ژوبله اړولې. چې يو لاروی هم په کې ژوبل شوی. تر پېښي وروسته د کوټې د پولیسو مشر میر زبیر محمود رسنیو ته وویل ؛تر ډېر وخت وروسته يو ځل بیا د هدفي وژنې پېښه شوې، چې ددوي سرتېري به د نورو ورته پېښو د مخنیوي هڅه کوي؛. میرزبیر محمود زیاته کړه

؛ کوټه يو ځل بیا په ترهګرۍ کې راګېره شوې. او نن تر روژه ماتي دوه يا څلور دقیقې مخکې د رضاالیکټرونيکس د دوکان مالک رضا له خپلو خپلوانو سره په يوه موټر کې د کور پر خوا روان وو، چې په همدې ځای کې چېري چې موږ ولاړ يو، وسله والو پرې برید کړی. او په دې کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي؛.

د مسجد سړک تردې پېښي شاوخوا څلور ساعته وروسته د کوټې پر خدای داد روډ په يوه دوکان نامالومه وسله والو ډزي کړې، چې په کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د میرزبیرمحمود په خبره په وژل شويو کې يو سني عالم هم دی، چې تر برید وروسته يې په هم هغه ځای ساه ورکړه. د سنډيمن روغتون د ډاکټرانو په خبره په ټپيانو کې بیا د يوه حالت د اندېښنې وړ دی. د سنډيمن روغتون د شعبه حادثاتو مشر ډاکټر علي مردان مشال راډیو ته وویل

؛ په دې پېښه کې يې روغتون دوه مړي راوړل او دوه نور يې ټپيان راوړل چې په کې د يوه حالت اندېښنې وړ وو، چې بیا يې کورنۍ له دې ځايه سي ایم ایچ ته منتقل کړ. چې اوس يې هم هلته درملنه کېږي؛.

د خدای داد سړک تردې پېښي وروسته د وژل شويو او ټپیانو د کورنيو غړيو د سنډيمن روغتون مخې ته احتجاج وکړ، جناح سړک يې د هرقسم ټرافیک پر مخ بند کړ او د صوبايي حکومت پر ضد يې شعارونه ورکړل. د هدفي وژنو دا دواړه پېښې په داسې حال کې کېږي، چې د کوټې ښار پولیسو د روژې د مبارکې میاشتې لپاره اتلس سوه نور پولیس سرتېري د امنيت په موخه په ښار کې ځاي پر ځاي کړي وو. خو میر زبیر محمود وايي ؛دومره پولیس سرتېري لا هم نه لري، چې په هر سړک او په هر ځاي کې يې د خلکو د امنيت لپاره وګوماري؛.

؛ زموږ سره چې څومره نفري ده، هغه موږ په هر ځاي درولای نه شو. پرون چې زموږ د سرتېرو له لوري کومه تالاشي کېده، هغه خاص په همدې ځاي باندې وه. او دا تالاشۍ ډلې يوه بل ځاي ته موږ بدلوو. نن له دې ځايه تقریباً دوه سوه ميتره لرې په لیاقت بازار يوه بله همداسې ډله هلته په تالاشۍ بوخته وه. چې تر ټولو مخکې هم هغه ډله دلته د پېښې ځاي ته راورسېده. زموږ سیکيورټي پلان په خپل ځای باندې دی؛.

د بلوچستان حکومت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د صوبې وزیراعلی ډاکټرعبدالمالک بلوڅ د هدفي وژنو د دواړو پېښو په سختو ټکيو کې غندنه کړې او امنيتي چارواکو ته يې د ترهګرو د ژر تر ژره نیولو امر کړی. خبرپاڼه زیاتوي ؛ له هدفي وژنو سره سره د ترهګرۍ د هرقسم پېښو مخنیوی د صوبايي حکومت په لومړيتوبونو کې دی؛. خبرپاڼه د وزیراعلی بلوچستان له خولې ليکي، د کوټې د پخواني امنيت د راوستلو لپاره بايد ټول سیاسي ګوندونه په ګډه ګامونه پورته کړي؛.

له دې سره د ترهګرۍ ددې پېښو پر ضد هزاره ډيموکرېټک ګوند او انجمن تاجران هم نن د سې شنبې په ورځ په کوټه ښار کې د کاربندیز او تحریک نفاذ فقه ې جعفریه د دريو ورځو د وير اعلان کړی دی.
د هدفي وژنې د لومړۍ پېښې مسوولیت وسله والې ډلې لښکرجهنګوي قبول کړی، خو د دومې پېښې چې په خدای داد سړک شوې، مسوولیت يې لا هم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG