د لاسرسي ځای

تازه خبر

بجلۍ راکړی که نه نو مظاهرې کوو. پروېزخټک


د پښتونخوا وزیراعلا پروېز خټک
د پښتونخوا وزیراعلا پروېز خټک

له تيرو څو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په ښاري سيمو کې تر ۱۲ ګنټو او په کليوالو سيمو کې تر ۱۶ ګنټو زیات لوډ شیدنګ وي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلا یو ځل بیا د پاکستان پر وفاقي حکومت غږ کړی چې په صوبه کې دې غیر اعلانیه لوډشیډنګ ژر تر ژره پای ته ورسوي که نه نو پر ضد به یې احتجاجي مظاهرې پېل کړي.


وزیراعلا پروېز خټک له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې پښتونخوا صوبه د ورځې ۱۶ فیصده بجلۍ پیدا کوي او د دوی حق دی چې وفاق دوی ته خپله برخه بجلۍ ورکړي. او که له دې حسابه دوی ته بجلۍ ورکړل شي بیا به لوډشېډینګ څه نا څه پنځو ګنټو ته راټیټ شي.

تر دې وړاندې د اتوار پر ورځ د خیبر پښتونخوا حکومتي ګوند پاکستان تحریک انصاف د صوبایي اسمبلۍ غړو په پیښور کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي دي چې که په صوبه کې غیر اعلانیه لوډشیډنګ په فوري توګه ختم نه کړل شو نو د بجلۍ د محکمې پیسکو مخې ته به نن مظاهرې وکړي. خو د مظاهرو اعلان یې بیرته په غوښتنه بدل شو.

صوبایې غړو دا هم ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې ۴۸ سوه میګا واټه بجلۍ پیدا کېږي او د صوبي ضرورت صرف ۲۳ سوه میګا واټ دی. خو د مرکز لخوا خیبر پښتونخوا سره امتیازي سلوک روان دی.

له تيرو څو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په ښاري سيمو کې تر ۱۲ ګنټو او په کليوالو سيمو کې تر ۱۶ ګنټو زیات لوډ شیدنګ وي.
XS
SM
MD
LG