د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مرسي خلاف د شکایتونو پلټنې کوو، څارنوالان


قاهره - په مصر کې څارنوالان وايي، دوى د لرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي پر خلاف د شکايتونو پلټنې کوي.


په دې شکایتونو کې جاسوسي، د خونړي تاو تريخوالي پارول او د اقتصاد تباهي شامل دي.

د لويې څارنوالۍ دفتر د شنبې پر ورځ په يوه خپره کړې اعلاميه کې وويل، د مرسي، د اخوان المسلمين مشر محمد بديع، اتو نورو اسلامپالو او ځينو نورو کسانو خلاف يې هم شکايتونه تر لاسه کړي دي.

دغه شکايتونه د جنايي عمل په برخه کې لومړى ګام دى چې څارنوالانو ته اجازت ورکوي خپلې څېړنې پيل کړي.

دا شکایتونه ښايي د ځينو کسانو د تورن کېدو سبب جوړې شي.

په عین وخت کې د مصر د معطل شوې سینېټ اسلامپالو غړو د خالي پر ورځ له پوځه وغوښتل مرسي دې بېرته واک ته ورسوي.

دې کسانو د جمعې پر ورځ هم پراخې مظاهرې کړې وې.

مرسي چې د جولاى په درېیمه پوځ له واکه لرې کړ، دا مهال په نامالوم ځاى کې دى.

پر ده تر اوسه د کوم جرم تور نه دى پورې شوى.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG