د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د افغان کډوالو اوسېدو نېټه نه ده غځول شوې


د پاکستان د قبايلي چارو وزارت يا سيفران وايي دوی لا تر اوسه پورې په خپل ملک کې د افغان کډوالو د استوګنې موده تر ۲۰۱۵ کال پورې نه ده غځولې.
په دې وزارت کې د افغان کډوالو له پاره چيف کميشنر ډاکټر عمران زيب نن مشال راډيو ته وويل چې د کابينۍ تر منظورۍ وروسته به معلوميږي چې د افغان کډوالو د استوګنې کارډونه د ۲۰۱۵ کال تر آخره پورې نوي کړي او کنه؟
د يادونې وړ ده چې تېره مياشت د سيفران وزير عبدالقادر بلوچ افغانستان ته تللی وو او هلته ترې افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې غوښتنه کړي وه چې پاکستان کې دې افغان کډوال تر ۲۰۱۵ کال پريښودل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG