د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې ورځې په مناسبت سلام پښتونخوا ځانګړې خپرونه


پراګ - د جولای پر ۱۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د ځوانانو اسمبلۍ ته ملالې یوسفزې وینا وکړه.


ملګرو ملتونو په نړۍ کې د تعلیم د خپرولو له پاره د جمعې ورځ ټاکلې وه او دا ورځ یې د ملالې په نوم نومولې وه.

د جولای پر ۱۲مه ملاله ۱۶ کالنه شوه.

ملالې د خپلې وینا پر وخت وویل، ان د طالبانو بچیو ته هم تعلیم غواړي. نوموړې وویل، که پر دې برید کوونکی ورته مخامخ ورشي هم نو دا به یې وبښي ځکه چې دې د عدم تشدد فلسفه له مهاتما ګاندي او باچا خانه زده کړې ده.

تر ټولو ښه خبره د ملالې دا وه چې بدل به نه اخلي. ملالې له دې جملې سره طالبانو ته ((پر امنه)) څپېړه ورکړه.
ډاکتر محمد تقي
په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو پوه ډاکتر محمد تقي مشال راډیو ته وویل، د ملالې وینا نه یوازې د هغې د ځیرکتیا بلکې د هغې د سنجیدګۍ ښکارندويي کوي.

ده وویل، تر ټولو ښه خبره د ملالې دا وه چې بدل به نه اخلي. تقي وايي، ملالې له دې جملې سره طالبانو ته ((پر امنه)) څپېړه ورکړه.

په امریکا کې خبریالې نذرانې یوسفزۍ د ملالې یوسفزۍ وینا په خپله ولیده. نذرانې مشال راډیو ته وویل، ډېره زیاته خوشاله شوه چې ملاله یې په لومړي ځل ولیده او د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې یې د هغې وینا ته غوږ کښېښود.

په اسماعیل خان دېرې کې د سیاسي چارو پوه او د سیاسیاتو استاد عزیز الله خان له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت په دې اړه خواشیني وښوده چې ولې په پاکستان کې رسنیو او اړونده دولتي ادارو د ملالې ورځ و نه لمانځله.

دی وايي، د پيپلز او عوامي نیشنل ګوند دریځ د ترهګرۍ ضد دی او دوی په دې لړ کې ډېرې هڅې کړې دي خو مسلم لیګ (ن) او د پاکستان تحریک انصاف ګوندونه د طالبانو له پاره په ((زړه کې نرمه ګوشه)) لري.

د ښځو چارو فعاله او پوهه ثمر من الله وايي، دا په خپله یو ډېره لویه خبره ده چې تر حملې وروسته ملاله روغه شوه او دا پیغام ورکوي چې که یو کس زړور وي او همت کوي نو ټوله نړۍ ورسره درېږي.

نوموړې زیاتوي، خپه په دې ده چې د ملالې هڅو ته په پاکستان کې غربي رنګ ورکوي، حال دا چې د تعلیم تر ټولو زیات تاکید اسلام کوي.

له دې ټولو پوهانو سره خبرې په سلام پښتونخوا خپرونه کې له عبدالحی کاکړ سره واورئ.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG