د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات ملاله!


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

دا چې له اټک هغه خوا دې د علم او هنر نوي ادارې او پوهنتونه جوړیږي ــــــ خو د ملالې غوندې بچي به د بمي چاؤدنو او ځانمرګو بریدونو ښکار کېږي

ملاله یوسفزۍ نن د ملګرو ملتونو د ځوانانو غونډې ته وینا کوي ــــــــ ټولې نړۍ ته وینا کوي ـــــــــ څه وایې؟ وایې زدهکړې زما غوندې د هرې جینۍ او هر هلک بشري او مذهبي حق دی

.... وایې چې تاسو خو د ۸۰۰ نه ډیر سکولونه وران کړل خو ــــــــ د علم او مینې کاروان نور هم قوي شوی دی ـــــــ وایې دا یوازې تاسو نه يې چې د وطن بچې د تیارو د ښامار خولې ته اچوۍ ــــــــ ستاسو نه هم مخکې دلته ځیني خلکو ویل چې ؛ سبق د مدرسې وایې ــــ لپاره د پیسې وایې؛ خو بیا هم د رڼا او پوهې په لار نیولو کې پاتې راغلل ــــــــــ ملاله په قرآن پاک کې ذکر شوي دا پوښتنه موږ ته رایادول غواړي چې ـــــ آیا پوهه او ناپوهه برابر دي؟


د هندوکش په لمن کې د جینکو د تعلیم لپاره د ملالې یوسفزۍ آواز ـــــــ هم دومره پیاوړی او مهم دی لکه څومره چې د میوند په میدان جنګ کې د ملالې د غیرت چیغه ـــــ ولې؟ ځکه چې د توروشپو په تورو تمونو کې د رڼا خبره کول زړه هم غواړي او زور هم! ځکه چې ـــــــ د خزان په سوځېدلو غرمو کې د سپرلو د راتګ زیری هغه خلک ورکولی شي ـــــ چې د زړه په وینو د چمن ابیاري کولی شي.

زما ځینې دوستان وایې ــــــ قرباني خو نورو هم ډیرو خلکو ورکړې وه ـــــــ نو یوازې ملالې ته ولې دومره عزت ورکول کیږي ؟ څوک وایې ــــ دا ایجنټه ده؟ څوک وایې ــــ ملاله هډو په ګولۍ ویشتل شوې نه ده ــــــ دا هرڅه یوه ډرامه ده.

ددې ټولو خبرو ځواب شته ــــــ ځکه چې دا هرڅه په رڼا ورځ شوي ــــــ چا چې کړي هغوی ډیر په ویاړ منلي چې دا موږه کړې ــــــ او دا یې هم ویلي ــــ چې ولې مو کړې ـــــ ښکاره او ساده خبره خو هم داده کنه ـــــ چې د پښتنو بچي به زده کړي نه کوي ـــــ ساینس او ټیکنالوجي به نه زده کوي چې وطن مو هم دغه شان خوار زار پروت وي ـــــــ او خلک هم دغه شان د داسې رنځونو نه مري چې علاج یې کیدای شي ـــــ دا چې نوی نسل بې علمه او بې هنره وي نو هغوی نفرت او تشدد ته په اسانه مایله کیدای شي ــــــ دا چې له اټک هغه خوا دې د علم او هنر نوي ادارې او پوهنتونه جوړیږي ــــــ خو د ملالې غوندې بچي به د بمي چاؤدنو او ځانمرګو بریدونو ښکار کېږي ــــــ دا چې تیارې ته رڼا او رڼا ته تیاره ویل کیږي ـــــ دا چې د لیونتوب علاج ډیر ګران او اوږد وي!
XS
SM
MD
LG